1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولي د عالي شورا نوی مشر وټاکل شو

۱۳۹۱ فروردین ۲۶, شنبه

افغان دولت د شنبې په ورځ ویلي دي چې د برهان الدین رباني زوی، صلاح الدین رباني ئې د سولې د عالي شورا د مشر په توگه ټاکلی دئ.

https://p.dw.com/p/14dy3
انځور: Reuters

د افغانستان د ولسمشر د دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې صلاح الدین رباني د سولې د عالي شورا د مشر په توگه ټاکل شوی دئ. د سولې د عالی شورا پخوانی مشر برهان الدین رباني تېر کال په کابل کې د یوه ځانمرگي برید په ترڅ کې په خپل کور کې ووژل شو.

په دغه بیانیه کې راغلي دي: « صلاح الدین رباني د شورا د ټولو غړو له خوا د رایو په اکثریت سره د افغانستان د سولې د عالي شورا د مشر په توگه ټاکل شوی دئ.»

د سولې د عالي شوری پخوانی مشر برهان الدین رباني
د سولې د عالي شوری پخوانی مشر برهان الدین ربانيانځور: picture alliance/dpa

دغه بیانیه وړاندې کاږي: « په افغانستان کې د ملي یووالي او د بهرنۍ لاسوهنې د مخنیوي په خاطر افغان ولسمشر د هغه ټاکنه گټور گام بللی دئ.»

په افغانستان کې د بهرني پوځیانو د شتون څخه وروسته د رباني وژنه یوه تر ټولو ستره هدفي وژنه گڼل کیږي. د هغه وژنه له وسله والو سره یوه جوړ جاړې ته د رسیدلو له پاره د ولسمشر کرزي هڅې زیانمنې کړې وې.

د افغانستان د سولې عالي شورا د وسله والو د بیا ادغام په پروسه کې هڅه کوي چې هغوی ته د کار روزگا زمینه برابره کړي او یا هم پیسې ورکړي.

نوموړې خبر پاڼې د صلاح الدین رباني له قوله ویلي دي: « په هیواد کې د سولې له پاره هلې ځلې د بهرنیو ځواکونو د کمښت له پاره یو گام دئ او دا به له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پاره لار هواره کړي.»

د رباني زوی صلاح الدین دا وخت په ترکیه کې د افغانستان د سفیر په توگه دنده تر سره کوي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: احمد ولي اڅکزی