1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

«د سوریې پوځ له داعش څخه دیر الزور نیولی»

۱۳۹۶ آبان ۱۲, جمعه

د سوريې پوځ له تندلارې ډلې داعش څخه د دیر الزور د ښار بشپړ کنترول تر لاسه کړی دی. دغه رپوټ لندن میشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان ورکړی دی. دا یو بل مهم ښار دی چې د نوموړې تندلارې ډلې له لاسه وځي.

https://p.dw.com/p/2mx5e
Syrien - Deir ez-Zor: Soldaten der Republikanische Garde Syriens
انځور: picture-alliance/dpa/Sputnik/M. Voskresenskiy

لندن کې میشت د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې د سوریې حکومتي ځواکونو د دیر الزور ښار کنترول تر لاسه کړی دی.

د دغه سازمان مشر رامي عبدالرحمان ویلي دي: «د رژیم ځواکونو او د هغې متحدو جنګیالیو چې د روسیې هوایي ملاتړ ور سره وو د دیر الزور ښار بشپړ کنترول تر لاسه کړی دی.» د هغه په خبره جګړه ختمه شوې ده او اوس هلته پراخ پوځي عملیات ادامه لري.

دیر الزور په همدغه نوم د ولایت مرکز دی چې د تیلو بډای زیرمې لري او د سوریې په ختیځ کې ستر او مهم ښار ګڼل کیږي. دغه سیمه له ۲۰۱۴م کال راهیسې د داعش تر کنترول لاندې وه او په یوه لویه برخه کې یې حکومتي ځواکونو مقاومت کاوه.

د سوریې پوځ په سپتمبر میاشت کې دغه ښار ته رسیدلي وو، چې په دې ډول یې د داعش له لوري د دغه ښار درې کلنه کلابندي ختمه کړې وه. د سوريي حکومتي ځواکونو سره د دغو عملیاتو په ترڅ کې د روسیې هوایي ځواک او د ایران له ملاتړ څخه برخمنو ملیشه يي ډلو مرسته کړې ده.

د داعش له پاره د دغه ښار ستراتيژیک اهمیت د عراق پولې ته نزدیوالی وو، چې دغې ډلې هلته هم پر ځینو برخو کنترول لاره. د دغه ښار بیرته نیول، د ولسمشر بشارالاسد له خوا د سوريې پر ختیځ باندې بیا کنترول تر لاسه کول هم ښيي.

له بل اړخه د دغه ښار سقوط د داعش تندلارو له پاره د یوې بلې مهمې ماتې په معنی دی، چې په تیرو نزدو وختونو کې یې ډیری هغه سیمي له لاسه ورکړي دي، چې په ۲۰۱۴م کال کې یې په سوریې او عراق کې د خپل پرمختګ پر مهال نیولې وي.

د تندلارو جهادي ډلو پر وړاندې د سوریې د رژيم پوځي عملیات په پراخه کچه د فرات سیند په لویدیځه غاړه کې پر لار اچول شوي دي، چې له دیر الزور ولایت څخه تیریږي.

همداشان د سوریې دیموکرات ځواکونه (اس ډي اف) چې کردي ـ عربي، ائتلاف دی د دغه ولایت په ختیځ کې د تندلارو ډلو پر ضد بل پراخ عملیات تر سره کوي. د سوریې دیموکراتیک ځواک، د امریکا متحدو ایالاتو په مشرۍ د یوه نړیوال ائتلاف له ملاتړ څخه برخمن دی.