1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې په ادلیب کې ستره حمله پیل شوې

۱۳۹۶ مهر ۱۶, یکشنبه

ترکیې ویلي دي چې د سوریې آزاد پوځ، په ادلیب ولایت کې د تندلارو پر ضد ستره تهاجمي حمله پیل کړې ده. اردوغان د دغې حملې په هکله نظامي لهجه او الفاظ کارولي دي.

https://p.dw.com/p/2lST0
Syrien Luftangriffe auf Idlib
له ادليب څخه آرشيف انځورانځور: picture-alliance/AA/M. Cebes

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې په سوریه کې به د پولې په اوږدو کې د ترهګرۍ هیڅ کومې دهلیز لارې ته اجازه ور نه کړل شي او ترکیې په ادلیب کې خپلو ورونو ته لاس ور اوږد کړی دی. د اردوغان په خبره تر اوسه ترکي امنیتي ځواکونو په مستقیمه توګه کوم برید نه دی کړی.

د ادلیب ولایت ډیرې برخې د تندلارې اتحاد «هئیت تحریر الشام» له لوري کنترولیږي. هغه ډله چي پخوا النصره نومېدله، هغه هم د دغه اتحاد برخه ده.

له اوونیو راهیسې په ادلیب کې د یوې احتمالي پوځي حملې په هکله ګونګوسي کیدلې. ترکي رسنیو د دغه هیواد سویلې سیمې ته د درنو وسلو او ځواکونو د استولو په هکله رپوټ ورکړی دی.

د ترکیې د ان ټي وي، په نوم تلویزوني چینل د اردوغان له قوله ویلي دي چې روسیه له دغه پوځي ماموریت څخه هوایي ملاتړ کوي. د یاغیانو یوه لوړپوړي غړي لوا المتصم، ویلي دي چې د ترکیې له ملاتړ څخه برخمن د آزاد سوريايي پوځ واحدونه دې ته چمتو دي چي له ترکيې څخه د سوريې شمال لوېديځ ته ننوځي.

د سوریې شمال لویدیځه سیمه د هغو یاغیانو یو پوخ سنګر دی چې د بشارالاسد پر ضد جنګیږي. د ادلیب ولایت چې د تیلو سترې زیرمې لري او د ترکیې پولې ته جوخت پروت دی. دغه او څیرمه سیمې په نزدې وخت کې د تاوتریخوالي د راکمولو د ساحې په توګه اعلان شوې وه چې پکښې د یاغیانو او حکومتي ځواکونو تر منځ د اوربند په هکله توافق شوی وو. خو سخت دریځه جهادي ډلې له دغه توافق څخه استثنا ګرځول شوي دي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (11.04.2017):