1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې ولسمشر د نړیوالې جګړې خبره کړې

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۱, جمعه

د سوریې ولسمشر بشار الاسد ویلي دي چې هیواد یې د کورنۍ جګړې تر څنګ په یوه ستره شخړه کې ګیر دی. هغه ګواښ کړی دی چې که نړیوال قدرتونه په سوریه کې یو له بل سره په مستقیم ډول نښتې وکړي نو هر څه به له کنتروله ووځي.

https://p.dw.com/p/2xVuI
Syrien Bashar Assad im Interview in Damaskus
انځور: picture-alliance/AP Photo/SANA

د سوریې ولسمشر بشارالاسد له یونانۍ ورځپاڼې کاتیمیرني، سره په مرکه کې د هغه پر هیواد باندې د کیمیاوي وسلو د کارونې تورونو، په سوریې کې د امریکایي ځواکونو د حضور او د دې هیواد اووه کلنې جګړې ته د سیاسي حل موندلو امکان په اړه خبرې کړې دي.

اسد د سوریې جګړه، له نړیوالې جګړې سره پرتله کړه او ویې ویل چې د سوريې جګړه «تر سړې جګړې یو څه ډیر او تر بشپړې جګړې یو څه کم وضعیت دی».

په ۲۰۱۱م کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې له پیل سره، د دې هیواد شخړه اوس په یوې داسې منازعې بدله شوې ده چې ډیر هیوادونه پکښې ښکیل دي. په دې هیواد کې اوس د امریکا متحدو ایالاتو، روسيې، ایران او اسرائیلو په ګډون نړیوال او ځايي قدرتونه او غیر دولتي فعالان ښکیل دي.

اسد په دې مرکه کې وویل: «زه هیله لرم چې د لویو ځواکونو تر منځ مستقیمې نښتې رامنځ ته نه شي، ځکه هغه وخت به نو هر څه د پاتي نړۍ له پاره له کنتروله ووځي.»

اسد په داسې حال کې دغه څرګندونې کړي دي چې تر دې مخکې اسرائیلو په سوريه کې د ایران اهداف بمبار کړل. د اسرائیلو د دفاع وزیر ویلي دي چې هیواد یې دغه برید د ګولن پر هسکو په ایران پوري تړلو ځواکونو له خوا د توغندیو د توغولو په ځواب کې شوی دی.

موږ کیمیاوي وسلې نه لرو

اسد په مرکه کې ویلي دي چې هیواد یې د ملګرو ملتونو د اعلامې پر اساس خپلې کیمیاوي وسلې نړیوالو چارواکو ته سپارلې دي. هغه زیاته کړې ده: «موږ له ۲۰۱۳م کال راهیسې کله چې مو خپلې کیمیاوي وسلې پریښودې، نور دغه شان وسلې نه لرو.»

هغه زیاته کړه: «د اتومي وسلو د منع سازمان په دې اړه څیړنې وکړې او دا روښانه ده چې موږ کیمیاوي وسلې نه لرو.»

د کیمیاوي وسلو د منع سازمان په ۲۰۱۴م کال کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اعلامیې پر اساس د سوریې د کیمیاوي وسلو له منځه وړل پیل کړل. خو امریکا متحد ایالات او اروپايي ټولنه بیا هم پر دمشق باندې پر خپلو مخالفینو او ملکي وګړو باندې د کیمیاوي وسلو د کارونې تورنه لګوي.

یوازي تیره میاشت د کیمیاوي وسلو په یوه شکمن برید کې شاوخوا ۴۹ کسان ووژل شول او امریکا او اروپا یې پړه د اسد پر رژیم واچوله. خو اسد دغه څه ردوي او وایي چې دا د سوریې پر پوځ باندې د برید یوه پلمه ده.

یوه ورخ باید زه واک پریږدم

د سوریې ولسمشر وویل چې هغه به په ځانګړو شرایطو له خپلې دندې ګوښه شي، خو ټینګار یې وکړ چې دغه کار به د یوه سیاسي حل لارې په چوکاټ کې ترسره نه کړي. اسد وویل: «کله چې زه احساس وکړم چې د سوریې خلک نه غواړي چې زه نور پاته شم، البته چې زه باید ګوښه شم، پرته له کوم ځنډ څخه.»

خو اسد ټینګار وکړ چې اوس د سوريې اکثره وگړي د هغه ملاتړ کوي. د سوریې په روانه کورنۍ جګړه کې چې له ۷ کلونو راهيسي پيل سوې ده، تر اوسه پورې ۳۵۰ زره کسان وژل شوي او د دې هیواد نیم نفوس بېځایه شوی دی.

که څه هم څو وارې د دې هیواد کورنۍ جګړې ته د سوله ایزې حل لارې موندلو هڅه شوي دي، خو تر اوسه پوري پکښې بريا نه ښکاري.