1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې د مخالفینو اتحاد له خبرو اترو څخه د وتلو گواښ کړی

۱۳۹۴ بهمن ۱۱, یکشنبه

د سوریې د اپوزیسیون لوړپوړې پلاوي چې د سعودي عربستان له خوا یې ملاتړ کیږي، ویلي دي چې که نړۍ ونه توانیږي چې د اسد د جنایتونو مخه ونیسي له خبرو اترو څخه به ووزي.

https://p.dw.com/p/1HmQy
انځور: Getty Images/AFP/F. Coffrini

د سوریې د اپوزیسیون د مهمې ډلې د گډون سربیره په ژنیف کې د سولې خبرې اترې د نه ترسره کیدو له گواښ سره مخامخ دي. د سوریې د اپوزیسیون کمیټې HNC گواښ کړی دی چې په دغو خبرو اترو کې به گډون ونه کړي.

د ملگرو ملتونو سازمان ځانگړي استازي سټیفن دي مستورا، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د مخالفینو ډلې د سوریې د رژیم جنایتونو ختمیدل په دغو خبرو اترو کې د گډون له پاره اصلي شرط په گوته کړی دی.

د سوریې د اپوزیسیون یو لوړپوړی پلاوی چې د بشارلاسد تر ټولو مخالفه ډله ده، د شنبی په ورځ (د جنورۍ ۳۰مه نېټه) ژنیف ته ورسیده، خو په همدې وخت کې وویل شول دا لا واضحه نه ده چې دغه پلاوی به د سولې په خبرو اترو کې گډون وکړي او نه؟

د ژنیف ۳ د سولې خبرې اترې د جمعې په ورځ(د جنوري میاشتې۲۹) پيل شوي دي. د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي شټیفن دي میستورا په دغه ورځ د بشارالاسد له استازو سره خبرې اترې وکړې.

د کمېټې مشر ژنيف ته نه دی تللی

د سوریې د اپوزیسیون د لوړپوړي کمیټې مشر ریاض حجاب، چې په خپله ژنیف ته نه دی تللی په هغه بیانیه کې چې په انټرنټ کې خپره شوې ده لیکلي دي: «کله چې د سوریې رژیم خپلو جنایتونو ته دوام ورکوي، په ژنیف کې د عالي کمیټې موجودیت نشي توجیه نه لري.»

نوموړی چې په خپله په ۲۰۱۲ کال کې دوه میاشتې د بشارالاسد په حکومت کې لومړی وزیر وو او بیا له مخالفینو سره یوځای شو په خپلو خبرو کې زیاته کړیده : که ملگري ملتونه او نړیوال قدرتونه نشي کولی چې د سوریې حکومت بې قانونې ته د پای ټکی کیږدي، د اپوزیسیون لوړپوړۍ کمیټه به په خبرو اترو کې گډون ونه کړي.

سعودي عربستان د سوریې د اپوزیسیون د عالي کمیټې HNC ملاتړ کوي. په دغه ډله کې وسله وال ځواکونه او د سوریې غیر نظامي مخالفین شامل دي. دغې ډلې تر اوسه پورې د بشارالاسد د رژیم له استازو سره له غیر مستقیم خبرو اترو څخه ډډه کړی.

د اپوزیسیون دغه ډله د سوریي پر ملکي وگړو د بمبارۍ د ختمولو او د سوریې د رژیم له خوا د محاصره شوو سیمو د محاصرې ختمولو غوښتنه کړې. دا هغه خنډونه دي چې تر اوسه پورې په خبرو اترو کې د دغې ډلې د گډون مخه یې نیولی.

په جلا جلا خونو کې خبرې اترې

د ژنیف۳ په خبرو اترو کې ټاکل شوې نه ده چې ښکیلې خواوی دی یوه میز ته سره کښینې، بلکې دغه ډلې به په جلا جلا سالونونو کې حضور ولري او د ملگرو ملتونو منځگړیتوب کوونکي به د دغو سالونونو تر منځ تگ راتگ وکړي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شټاین مایر، د «ولټ ام زونټاگ» آلمانۍ ورځپاڼې ته ویلي دي چې د دغو خبرو اترو له پاره یوه ستونزمنه اونۍ په مخ کې لرو. هغه وویل کولې شي د سوریې د اپوزیسیون دغه چلند درک کړي، خو یوازې د خبرو اترو پر میز کې کیدای شي دواړه خواوې وښیې چې تر کومې اندازې امادگي لري چې یوې «سختې موافقې» ته ورسیږي.

د روسیې د خفگان سربیره د کردانو گوند به د ژنیف په خبرو اترو کې گډون ونه لري. د دغه گوند یوه نظامي څانگه په سوریه کې یو له هغو مهمو ځواکونو څخه دی چې د دغه هیواد په شمال کې د «اسلامي دولت» ډلې پر وړاندی جنگیږي.