1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې د سولې خبرې اترې کیدای شي وځنډیږي

آژانسونه۱۳۹۴ بهمن ۳, شنبه

د رژیم مخالفینو روسیه د سوریې په کورنۍ جگړه کې پر لاسوهنې تورنه کړې. د خبرو اترو له پاره د پلاوي د ټاکنې پر سر د سوریې د مخالفینو تر منځ اختلاف نه دی حل شوی. له همدې امله د سولې خبرو اترو ته دقیقه نیټه نه ده ټاکل شوې.

https://p.dw.com/p/1Hil7
انځور: Getty Images/AFP/O.H. Kadour

د ملگرو ملتونو سازمان ویاند احمد فوزي وایې چې د ژنیف خبرې اترې به د سوریې د مخالفینو له خوا د پلاوې د ټاکنې پر سر د موافقې د نشتوالي له امله وځنډیږي. ټاکل شوې وه چې د سولې خبرې اترې به د جنوري میاشتې په ۲۵ د دوشنبې په ورځ پیل شي.

تر ټولو ډیر اختلاف د سوریې رژیم د مخالفیونو له خوا د پلاوي پر ترکیب دی. دواړه خواوې د دغه پلاوي پر ترکیب موافقې ته نه دي رسیدلي. همدارنگه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال گنادي گاتیلوف، د «انټرفاکس» خبري آژانس ته ویلي دي چې دغه خبرې اترې کیدای شي د چهارشنبې یا پنجشنبې په ورځ پیل شي.

د سوریې د سولې خبرو اترو ځنډ کیدای شي د لا زیاتې تباهۍ سبب وگرځي. په ۲۰۱۱ کال کې د کله راهیسې نه چې په سوریې کې د کورنۍ جگړې د اور لمبو زور اخیستې دی په دغه هیواد کې تر ۲۵۰ زرو ډیر انسانان وژل شوي دي. د ملگرو ملتونو سازمان د رپوټونو له مخې تر ۴ میلیونو او ۶۰۰ زرو ډیر وگړي د خپلو کورنو پریښودو ته اړ شوي او نورو هیوادونو ته یې پناه وړې ده. ۱۳ میلیونه او ۵۰۰ زره سوریایان عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

بان کي مون له لوږې سره د خلکو مخامخ کول یو بشري جنایت بللې

د دا ډول وضعیت په دوام سره کیدای شي د سوریې په هکله د سولې خبرې اترې یو وار بیا وځنډیږي. روسیه د بشارالاسد رژیم د ملاتړ کونکي په توگه اراده لري په هر شکل چې کیږي د اپوزیسیون د استازو په ټاکل کیدو کې رول ولري. د سولې په خبرو اترو کې د گډون له پاره د بشارالاسد د رژیم د مخالفینو یو شرط دا دی چې روسیه باید په سوریه کې د بمبارۍ لړۍ پای ته ورسوي.

سوریایې سیاستوال جورج صبرا، چې د سوریې د اپوزیسیون شوری د پلاوي د رئيس په توگه ټاکل شوی دی د «العربیه» تلویزوني شبکې سره په مرکه کې پر روسیې تور لگولی دی چې دغه هیواد په هر قیمت چې کیږي غواړي خپلې غوښتنې عملي کړي. صبرا له بشارالاسد او روسیې څخه غوښتي دي چې بې له ځنډه دې د یاغیانو پر مرچلو خپلو بمباریو ته د پای ټکی کیږدي.

په خبرو اترو کې د کردانو او اسلامي افراطیانو گډون

یوه بله ستونزه د سولې په خبرو اترو کې د افراطي اسلامي ډلو گډون دی چې د بشارالاسد رژیم او روسیې هغه په ترورستي ډلو کې حسابوي. د «سوریې د دیموکراتیکو کردانو اتحاد» (PYD) گوند رول هم د روسیې او بشارلاسد د مخالفینو تر منځ یو د اختلاف ټکی دی. روسیه غواړي چې دغه کردي ډله هم د سوریې په اړه خبرو اترو کې حضور ولري، خو د بشارالاسد د رژیم مخالفین د کردانو دغه گوند د بشارلاسد مخالف او د اپوزیسیون گوند نه بولي.

د احتمالي ځنډ سربیره د سوریې په اړه د سولې خبرو اترو دوام له پاره هڅې جریان لري. په همدې اړه د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته تللی. د دیپلوماتانو په خبره کوښښ کیږي چې د سوریې په اړه د سولې خبرې اترې د دوشنبې په ورځ(د جنوري میاشتې۲۵) په ژنیف کې ترسره شي.

د دغو خبرو اترو په ترڅ کې به هڅه وشي چې یو انتقالي حکومت رامنځته، او د ټاکنو له پاره شرایط مساعد کړي. د سوریې په اړه د خبرو اترو وروستې پړاو دوه کاله مخې په ژنیف کې ترسره شوې وو چې بې له کومې لاسته راوړنې پای ته ورسید.