1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې بیارغونه میلیاردونه ډالر غواړي

۱۳۹۷ تیر ۱, جمعه

د اردون د رسمي سفر پرمهال د آلمان صدراعظمې انګلا ميرکل د سوریې د بیا رغونې د موضوع په هکله هم څرګندونې وکړ. میرکل په خپلو خبرو کې وویل چې د آلمان تر ونډې وړاندې باید یو لړ شرایط پوره کړل شي.

https://p.dw.com/p/3059q
Syrien Atareb Schäden nach Luftangriffen
انځور: picture-alliance/AP Photo/Thiqa News

سوریه له خاورې سره خاورې شوې. د دې هیواد ښارونه او بنسټونه ویجاړ او له کاره لویدلي. په سوریه کې تر اوه کلني جګړې وروسته، د دې جګړې د پای کوم څرک لا هم نه ترسترګو کیږي او د دې هیواد زیاتره برخې باید له سره بیا ورغول شي. د سوریې په نږدې ټولو سترو ښارونو کې د اوسیدو سیمې ویجاړې او په کنډوالو بدلې شوي. هر سړک څوک ویجاړیو ته بیایي. خو یو شی واضح دی، هغه دا چې د دې هیواد پر بیارغونې به خورا ډیرې پیسې مصرف کړل شي. دا چې څومره دا لا تراوسه واضح نه ده.

د سوریې د بیا رغونې له پاره د پیسو مقدار په پراخه کچه توپیر لري. د سوریې له پاره د ملګرو ملتونو استازي شتیفت دي د سوریې د بیا رغونې له پاره شاوخوا ۲۵۰ میلیارده ډالر اټکل کوي.

Bundeskanzlerin Merkel in Jordanien
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

له بل پلوه د سوریې حکومت بیا وايي چې د بیارغونې له پاره ۴۰۰ میلیارده ډالر حقیقي مقدار پیسې دي. خو پر دې سربیره د روسیې د سوداګرۍ د خونې مشر سرګي کیتیرین بیا تر دې لا د ډیرو پیسو اټکل کوي. کیتیرین وايي چې د سوریې د بیارغونې له پاره تر ۵۰۰ میلیارده ډالرو پورې پیسو ته اړتیا ده. خو که دغو ټولو شمیرو ته وکتل شي داسې ښکاري چې د سوریې د بیا رغونې لړۍ ډیر وخت ته اړتیا لري او ترڅو د جګړو له امله رامنځ ته شوي ټپونه یې بیرته جوړ شي. عمومي اټکل داسې دی چې ښايی د سوریې بیا رغونه به تر ۱۵ کلونو ډیر وخت ته اړتیا ولري.

د دې ټولو شمیرو په پام کې نیولو سره دغه پوښته چې د سوریې د بیارغونې له پاره به دغه مقدار پیسې څوک ورکوي، لا هم پر خپل ځای پاتې ده. د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست او امنیت لوړپوړې مسئولې فدریکا موګريني واضح کړې چې اساساً د سوریې د بیا رغونې له پاره اروپايي ټولنه د ونډې اخیستو له پاره چمتو ده. خو بیا شرط دا دی چې د سوریې د سولې په پروسه کې ملګري ملتونه دخیل شي.

له اردن څخه د خپلې رسمي کتنې پرمهال د آلمان صدراعظمې انګلامیرکل بیا هم پر خپل پخواني موقف یو ځل بیا ټینګار وکړ. میرکل د اردن په پلازمینه عمان کې وویل: «موږ آلمانان ډیر محتاط یوو. تر هغه وخته پورې چې [په سوریه] کې سیاسي حل رامنځ ته نه شي، موږ به [د سوریې] په بیارغونه کې برخه وا نه خلو.»

ایران هم د بیارغونې په برخه کې د ونډې زیګنال ورکړی

د آلمان په پرتله بیا نور هیوادونه ډیر محتاط نه دي. څو اونۍ وړاندي د سوریې ولسمشر بشارالاسد ایران دعوت کړ، څو [د سوریې په بیارغونه] کې ونډه واخلي. د ولسمشر اسد دغه غوښتنه د تهران له لوري په میل سره واوریدل شوه. همدا اوس هم ایران په سوریه کې د مخابراتي خدماتو په برخه کې په دریم مقام کې دی چې ډیره ونډه لري او د ایران حکومت هم غواړي چې په دې برخه کې خپل تعهد لاپسې پراخ کړي.

د همدې روان کال د می میاشتې په نیمايي کې د سوریې له لومړي وزیر عماد چامیس سره په یوه کتنه کې د ایران د فواید عامې وزیر عباس اخندي «د سوریې د بیا رغونې په بهیر کې د ایران د خصوصي او دولتي سکتور د چمتو والي» خبره وکړه. سربیره پر دې د دواړو هیوادونو حکومتونه اوس د اوږد مهالي همکارۍ له پاره د یوه ګډ پلان د لاسلیک کولو په درشل کې دي.

Syrien Atareb Schäden nach Luftangriffen
انځور: picture-alliance/AP Photo/Thiqa News

په امریکا متحدو ایالاتو کې د «حقیقت او عدالت له پاره سوریایانو» تر نامه لاندې د بشري حقونو ډلي مشر بصام الاحمد بیا شک لري چې ایران دې د دې وړتیا ولري چې په سوریه کې قراردادونه عملي کړي. د «المونیټور» په نامه له یوې انترنټي مجلې سره په یوه مرکه کې بصام ویلي چې پر ایران باندې د امریکا متحدو ایالاتو نوي وضع شوي اقتصادي بندیزونه به د ایران دغه پلانونه په اوبو لاهو کړي، ځکه ایران په اصل کې هغه اساسي شرایط نه دي پوره کړي.

هغه وايي چې د سوریې د بیارغونې په برخه کې اصلي ځواکونه ښايي روسیه او چین اوسي. نوموړي په دې هکله ويلي: «چین تر ډیره پورې ښايي هغه هیواد وي چې سوریه بیا ورغوي.»

خو پر دې ټولو سربیره داسې واضح ده چې سوریه غواړي هیواد یې اوسني متحدین بیرته ورغوي. ایران او روسیه بیا په داسې یو موقف کې نه دي چې په خپله په یوازې سر د سوریې د بیارغونې مالي فشار پر غاړه واخلي. په دې برخه کې د اسد رژیم هم بې وسه دی. په دې وروستیو کې د سوریې حکومت ویلي ول چې حکومت یوازې تر ۱۲ میلیارده یورو  پورې مالي امکانات په لاس کې لري کوم چې د دې هیواد د پراخې بیارغونې له پاره په هیڅ صورت کفایت نه کوي.

زموږ له آرشیف څخه: