1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې اپوزیسیون د ژنیف په خبرو اترو کې گډون کوي

آژانسونه۱۳۹۴ بهمن ۱۰, شنبه

د سوریې د حکومت اصلي مخالفه ډله په ژنیف کې د سولې په خبرو اترو کې گډون کوي. مخکې تر دې خبرې اترې یوازې د سوریې حکومت د استازو په موجودیت کې پیل شوي وې. د سوريې کردان دغو خبرو اترو ته نه دي وربلل شوي.

https://p.dw.com/p/1Hm9G
انځور: Getty Images/AFP/F. Coffrini

د سوریې د حکومت مخالفې ډلې اعلان کړی دی چې د سولې په خبرو اترو کې د گډون له پاره به ژنیف ته سفر وکړي. د سوریې د خونړۍ کورنۍ جگړې د پای ته رسولو له پاره د ملگرو ملتونو تر نظر لاندي د سولې خبرې اترې د جمعې په ورځ(د جنوري میاشتې ۲۹) په ژنیف کې پیل شوي دي.

د دولت مخالفینو ویلي دي چې په سیاسي خبرو اترو کې تر گډون مخکې، غواړي چې په سوریه کې د انسان دوستانه موضوعاتو د بحران په هکله خبرې وکړي.

د خبرو اترو د پیل تر وروستیو دقیقو پورې د سوریې د حکومت تر ټولو اصلي مخالف گوند په خبرو اترو کې له گډون څخه ډډه کړې وه. دغه ډله چې د بشارلاسد له سیاسي او وسله والو مخالفینو څخه ده، د خپلو بندیانو آزادیدل، د هوایې بریدونو پای ته رسول او د دوی تر کنترول لاندي ښارونو د محاصرې ختمول یې په خبرو اترو کې د گډون له پاره د مخکي له مخکې شرط په توگه وړاندي کړی وو.

ټاکل شوې ده چې د سولې د خبرو اترو دغه پړاو په غیر مستقیم ډول ترسره شي. په دې توگه به د بشارلاسد او مخالفینو استازي په جلا جلا خونو کې د ملگرو ملتونو د استازو په وسیله خبرې اترې وکړي.

د مخالفینو یوه ویاند د العربیه تلویزوني شبکې ته ویلي دي چې دوی به د انسان دوستانه مسائلو پر سر د بحث له پاره ژنیف ته سفر وکړي. نوموړي زیاته کړې ده چې د دغو مسائلو حل به سیاسي خبرو اترو ته لاره هواره کړي.

د سوریې د مخالفینو ویاند دا هم ویلي دي چې د هغو ۳۰۰۰ ماشومانو او ښځو لست یې تیار کړی دی چې د سوریې له حکومت سره بندیان دي او باید آزاد شي.

له حکومتي استازو سره د خبرو اترو پیل

د جمعې په ورځ د سولې خبرې اترې یوازې د حکومتي استازو په موجودیت کې پيل شوې. د خبرو اترو په لومړی ورځ د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي سټیفن دی میستورا، د سوریې له حکومتي استازو سره خبرې وکړې. هغه وویل چې تمه لري د مخالفانو له استازو سره د یکشنبې په ورځ خبرې اترې وکړي.

د دی میستورا، په خبره مخالفان د سوریې د خلکو له پاره د انساني شرایطو د بهتره کولو په برخه کې د حکومت له خوا د مثبتو اقداماتو غوښتونته کوي. د بیلگې په توگه زندانیان باید آزاد او ښارونو محاصره پای ته ورسول شي.

د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي وویل چې دا د سوریې د خلکو انساني حقونه دي او پر دې باید بحث ونه شي. نوموړي زیاته کړه: «په هر صورت دغو اهدافو ته د رسیدو له پاره تر ټولو ښه لاره د خبرو اترو پيل دی، که هغه په مستقیم ډول وي او که د یوې وسیلې په واسطه.»

د سوریې د کردانو نه موجودیت

که څه هم د سوریې د حکومت د مخالفینو له خوا په خبرو اترو کې د گډون له اعلان سره به د خبرو اترو یو نوې پړاو پیل شي، خو د سوریې په کړکیچن کې یوه اغیزمنه ډله به په دغو خبرو اترو کې حضور ونه لري.

د ترکیې د شدید مخالفت له امله کردي مبارزه کوونکي دغو خبرو اترو ته نه دي ور بلل شوي. روسیې د سولې په خبرو اترو کې د کردانو پر حضور ټینگار کاوه. امریکا متحده ایالاتو هم د «اسلامي دولت» ډلې د ماتولو له پاره له کردانو څخه د یوه با اعتباره ډلې په توگه یادونه کړی.

کردانو ویلي وو چې په خبرو اترو کې د دوی نه موجودیت پر دې دلالت کوي چې دغه خبرې اترې به له ماتې سره مخامخ شي.