1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوريې پر کډوالو مرستي بندي سوي

۱۳۹۳ آذر ۱۱, سه‌شنبه

د ملگرو ملتونو په چوکاټ کي د خوراک نړيوال سازمان، د پيسو د کمښت په خاطر د سوريې ۱،۷ ميليونو کډوالو ته خپلي مرستي ځنډولي دي.

https://p.dw.com/p/1Dxxs
انځور: picture-alliance/AP Photo/Mohammed Zaatari

لکه څرنگه چي په «روم» کي د خوراک نړيوال سازمان (WFP) ويلي دي، هغو هيوادونو چي د سوريې له کډوالو سره ئې د مرستو ژمني کړي وې تر اوسه پوري پر خپلو ژمنو وفا نه ده کړې.

په کډوالو چارو کي د ملگرو ملتونو عالي کمېشنر انتونيو گوترز، په ژنيو کي په خپله يوه جلا وينا کي ويلي دي، چي ملاتړ ته بايد شا ور ونه گرځول سي.

گوترز، د ژمي راتگ ته په اشارې سره ويلي دي، چي په دغه وخت کي بايد په هيڅ صورت په مرستو کي کمښت رانه سي. د مرستو د کمښت په صورت کي به هغه په لسونو زرو کډوال اغېزمن سي، چي همدا اوس په بشپړه توگه په نړیوالو مرستو پوري تړلي دي.

د خوراک نړيوال سازمان عمومي مديري ايرتارين کوزین، ويلي دي چي يوازي په ډسمبر مياشت کي ۴۵،۵ ميليونو يورو ته اړتيا لري. د هغې په خبره کله چي دغه پيسي د دوی په اختيار کي ورکړل سي، نو ډير ژر به بيرته له کډوالو سره مرستو ته دوام ورکړي.

هغه کسان چي د ملگرو ملتونو په مرستو ژوند کوي، يو ډول داسي بريښنايي کارتونه ورکول کيږي، چي په هغه سره بيا په دوکانونو کي خوراکي مواد ځان ته رانيسي.

د خوراک نړيوال سازمان د معلوماتو له مخي له هغه وخته راهيسي چي د سوريې له کډوالو سره د مرستو پروگرام پيل سوی دئ، هغو دولتونو ته هم يوه اندازه پيسې ورکول کيږي چي سوريايي کډوالو ته ئې ځای ورکړی دئ.

تر اوسه پوري د لبنان، اردن، ترکيې، عراق او مصر د خلکو د اقتصادي ودي د پياوړتيا له پاره نژدې ۶۴۰ ميليونو يورو ورکړل سوي دي. دغو هيوادونو سوريايي کډوالو ته ځای ورکړی دئ.

په سوريه کي له نژدې درو کلونو راهيسي کورنی جنگ روان دئ. د بشارالاسد رژيم په دغه هيواد کي له بېلابېلو وسله والو ډلو سره په جنگ کي ښکېل دئ. د دغه هيواد د شمال ختيځ يو پر دريمه برخه د ترورستي ډلي «اسلامي دولت» په کنترول کي ده. دغي ډلي دغه راز په گاونډي هيواد عراق کي هم پرمختگ کړی دئ او ډيري سيمي ئې نيولي دي.

حالت اوس هم کړکېچن دی

دا چي په دې وروستيو کي څومره انسانان وژل سوي دي، روښانه نه ده. په لندن کي د سوريې د بشري حقونو څارونکي سازمان د معلوماتو له مخي يوازي په نوامبر مياشت کي ۴۲۰۰ انسانان وژل سوي دي.

تر اوسه پوري له سوريې څخه گاونډيو هيوادونو ته نژدې ۳،۵ ميليونه انسانان کډوال سوي دي. د ملگرو ملتونو د خوراک نړيوال سازمان د معلوماتو له مخي، په تيرو مياشتو کي دوی يوازي و ۱،۹ ميليونو انسانانو ته د مرستي لاس رسی لاره.

د خوراک نړيوال سازمان د وياندي ابې ايتيفا، په وينا په دغو کډوالو کي بيا د ۲۰۰۰۰۰ کسانو وضعيت ډېر خراب دئ.