1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوريې رژيم په جنگي جنايتونو تورن سوی دی

آژانسونه۱۳۹۳ اسفند ۲۶, سه‌شنبه

د بخښني نړيوال سازمان، د بشار الاسد رژيم د ۱۱۵ ملکي وگړو په وژنه تورن کړی دئ. د دغه سازمان په راپور کي راغلي دي چي د سوريې ځواکونو له خوا په الرقه ښار کي پر ملکي وگړو بمبار کړی دئ.

https://p.dw.com/p/1ErsZ
انځور: Reuters/N. Fourat

د بخښي نړيوال سازمان، د سوريې رژيم له نړيوالو قوانينو څخه په سرغړونه تورن کړی دئ. د دغه سازمان د راپور له مخي تيرکال د اسد رژيم ځواکونو په هوايي بمباريو کي چي پر الرقه ښار باندي ئې وکړې تر ۱۱۵ زيات ملکي وگړي پکښي وژل سوي دي. په وژل سوو کسانو کي ۱۴ کوچنيان هم شامل ول.

الرقه، د افراطي ډلي «اسلامي دولت» مرکز بلل کيږي. دغي ډلي د تيرکال په جون مياشت کي دغه ښار په عراق او سوريه کي د «اسلامي خلافت» پلازمېنه اعلان کړه.

دا په سوريه کي د يوه ولايت يوازنی ښار دئ، چي په بشپړه توگه د اسلامي دولت ډلي له خوا کنتروليږي.

د بخښني نړيوال سازمان په راپور کي دغه بمبارۍ د ۲۰۱۴م کال د نوامبر مياشتي د ۱۱ او ۲۹ نېټې ترمنځ يادي سوي دي. په راپور کي ويل سوي دي چي په دغه وخت کي پر نورو ځايونو سربيره يو مسجد يو مارکيت او نوري ودانۍ، چي ټول ملکي وگړي پکښې ول بمبار سوي دي.

د دغه سازمان د منځني ختيځ او شمالي افريقا کارپوهه روت جوتنر، په خبره «د دغو بريدونو يو شمېر ئې داسي ښکاري، چي په جنگي جنايتونو کي بايد طبقه بندي سي.» د بخښني نړيوال سازمان په راپور کي د عيني شاهدانو خبرو ته اشاره کوي.

جوتنر ويلي دي: «د سوريې رژيم د اسلامي دولت ډلي د حضور په خاطر د اوسېدو پر ځايونو د بمباريو حق نه لري.» په راپور کي دغه راز راغلي دي چي پر ملکي سيمو باندي د بېلري بمونو استعمال ډېر سخت تاوان رسوي.

د ملگرو ملتونو امنيت شورا تير کال د خوشه يي او بېلري بمونو استعمال غير قانوني وباله، ځکه چي د هغو په استعمال سره تر ډيره ملکي وگړو ته تاوان رسيږي.

جوتنر، د سوريې په برخه کي د نړيوالي جزايي محکمې له خوا د څېړني غوښتنه کړې ده. دغه محکمه بايد د ملگرو ملتونو د امنيت شورا له خوا وگومارل سي، خو له کلونو راهيسي تر پوښتني لاندي ده. ځکه په دغه شورا کي د ويټو حق لرونکی هيواد روسيه د بشارالاسد رژيم ملاتړ کوي.