1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"د سوريې رژيم د مصر او تونس په شان تيروتنه کوي"

۱۳۹۰ اردیبهشت ۵, دوشنبه

په ټانکونو او د ګوليو په وارولو سره د سوريې امنيتي ځواکونو هڅه وکړه چي د دغه هيواد په درو ښارونو کي د بشارالاسد د رژيم پر ضد مقاومت مات کړي.

https://p.dw.com/p/113hX
ويل شوي دي چي بريښنا او د تيلفون شبکي غوڅي شوي دي
ويل شوي دي چي بريښنا او د تيلفون شبکي غوڅي شوي ديانځور: AP

د مرګ ژوبلو شمير وار په وار زياتيږي. د مارچ د نيمايي څخه را په دي خوا کله چي د دغه رژيم پر ضد احتجاجونه پيل سويدي، تر اوس پوري لږ تر لږه 350 تنه وژل سوي.

د سوريي د پوځ ټولګي تيره شپه د دارا په ښار کي ځای پر ځای سول. عيني شاهدان د هغوی شمير تر 3000 سرتيرو پوري اټکل کوي. ځينو سرتيرو چي په ټوپکو سمبال ؤ د ودانيو پر بامونو موضع ونيوله.

ټاکونه په دننه کي ځای پر ځای سول. ترهغه وروسته ډزي واوريدل سوې. دود او لوخړي پورته سوې. د دغه وضعيت د موبايل تيلفونو د کمرو په واسطه عکاسي سوی او د عربي تلويزونونو ته واستول سو.

د نوموړي ښار اوسيدونکو د نا معلوم شمير مرګ ژوبلو خبر ورکړ. هغوي وويل چي مړي په سړکونو پراته دي او د بامونو پر سر د بريد کونکو سرتيرو له ويري څوک مړي او ټپيان ليږدولای نه سي.

ويل شوي دي چي بريښنا او د تيلفون شبکي غوڅي شوي دي. د جوماتونو له منارو څخه واعظان د ټپيانو د پالني لپاره د مرستو غوښتني وکړي. خو څوک چي له کوره ووځي پر ډزي کيږي. حتي د اوبو پر ټانکونو باندي ډزي کيږي تر څو ولسي وګړو باندي د اوبو بهير غوڅ کړي. دغه ټولي خبري د عيني شاهدانو د وينا څخه رسنيو ته رسيدلي دي.

د سوريي د دارا ښار د مارچ په نيمايي کي د رژيم ضد احتجاج مرکز ؤ. په لومړي سر کي مظاهره کونکو هلته او بيا د سوريې په نورو ښارونو کي د سياسي اصلاحاتو لپاره ږغ وکړ. د اوني له پيل څخه هغوی د بشارلاسد د رژيم د نسکورلو غوښتنه کوي. وجه يي دا ده چي د جمعي په ورځ د سوريې امينتي ځواکونو په خونړۍ توګه د خلکو يو احتجاج وټکاوه او ويل سوي دي چي د مړو شمير تر120 پوري ورسيدی.

د بشري حقونو فعالين رپوټ ورکوي چي د سوريې استخباراتي اداره په ټول هيواد کي د رژيم ضد غورځنګ په پټو فعالينو پسي ګرځي. د هغوی يو شمير په دمشق او هومز کي نيول سوي دي. د دغو فعالينو کابو 200 تنه لا درکه دي.

په دې منځ کي ويل کيږي چي 100 تنو ژورنالستانو، هنرمندانو او ليکوالانو يو غوښتليک امضاء کړی چي په هغه کي د رژيم له خوا د زرو زيايتو د پای ته رسولو لپاره غوښته کړې ده.

اولريخ/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل