1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوريې د کردانو پرضد د ترکیې پوځي عملیات دوام لري

۱۳۹۶ بهمن ۳, سه‌شنبه

د ملگرو ملتونو امنیت شورا د سوریې په شمال کې پر کردي مرچلو د ترکانو د حملو په هکله خبر داری ورکړی. اردوغان هوډ کړی دی چې د سوریې د کردي ملیشو پرضد به له حملو څخه یو «گام هم پر شا» نه شي.

https://p.dw.com/p/2rN0d
Türkische Offensive in Nordsyrien Leopard 2A4 Panzer
انځور: picture-alliance/dpa/XinHua

د سوریې په شمال کې پر کردي سیمو د ترکیې د پوځي عملیاتو په هکله د ملگرو ملتونو امنیت شورا کومه گډه اعلامیه تصویب نه کړه. د فرانسې استازي، «فرانسوا دلاترې» تر غونډي وروسته وویل چې د ترکیې «پوځي اقدام» د بحث یوه برخه وه. هغه یادونه وکړه: په دې بحث کې، د هغه په نظر، چې له ترکیې څخه په دې اړه د لاس نیوي غوښتنه وشي «نظریات سره مختلف ؤ.» ویل شوي دي چې په ملگرو ملتونو کي د امریکا متحدو ايالاتو استازې «نیکې هیلې» په دې غونده کې اصلا گډون و نه کړ.

د فرانسې استاري هغه «بشري ناورین ته اشاره وکړه چې لامل یې د سورې رژیم او د هغه متحدین دي»، په خاصه توگه په ادلیب او ختیځ - غوطه نومې سیمه کې. د هغه د وینا له مخې د سوریې په شمال «عفرین» کې وضعیت د سوریې د خونړي کړکیچ یوازي یوه برخه ده. د فرانسې استاري زیاته کړه : « تر هرڅه لومړيتوب باید د تروریزم ضد جگړه ولري، په خاصه توگه د داعش پرضد.»

د ترکيې د پوځ تر عملیاتو مخکې په پام کې وه چې د ملگرو ملتونو امنیت شورا په سوريه کي د بشري وضعيت په اړه د دغه سازمان د بیړنیو مرستو د همغږي کونکي، «مارک لووکوک» رپوټ واوري. سربیره پر دې د فرانسې په غوښتنه په عفرین کې د ترکانو د عملیاتو او په ادلیب او ختیځ - غوطه کې د سوریې د رژیم حملې هم د غونډي په اجنداء کې ونیول شوې.

د سوریې په شمال کې سختي نښتي

له درو ورځو راهيسي د ترکیې پوځ د سورېې په شمال «عفرین» نومې سیمه کې د «ولسي دفاع ټولگیو» په نامه کردي جنگیالیو سره په سختو نښتو کې ښکیل دی. د یکشنبې په شپه ترکي ټانکونه د سورېې له پولې څخه تیر شول. یوه ورځ مخکې له دې د ترکیې صدراعظم، بن علی یلدریم د ځمکنیو عملیاتو اعلان وکړ او ويې ويل چې ترکیه په سوریه کې د ۳۰ کیلو مترو په ساحه کې د یوې امنیتي حوزې جوړول غواړي: «د یوه ځمکني یرغل له پاره  پوره چمتوالی نیول شوی دی. پرمختگ ته په پام کې نیولو سره عملیات به سبا ته پیل شي. پر ترکي سرتیرو سربیره به په دې عملیاتو کې د سوریې د آزاد پوځ ټولگي هم گډون ولري.»

د سوریې د آزاد پوځ جنگیالي په بسونو کې سوریې ته ولیږدول شول. د هغوی اکثره د سوريې هغه ترکمنان دي چې له پخوا څخه له ترکېې سره نژدی تړاو لري او د بشارالاسد له رژیم څخه سرټکوي.

ترکان ولې د سوريې د کردي ملیشو مخالفت کوي

د سوريې په شمال کې د کردي «ولسي دفاع ټولگیو» یا YPG پرضد د ترکیې د پوځ عملیات چې د «زیتون څانگې» نوم ورکړل شوی دی، د امریکا متحدو ایالاتو د هغه پلان پر وړاندي غبرگون دی چې غواړي د سورېې د شمالي پولې په اږدو کې یو۳۰ زره کسیز ځواک چې اکثریت به یې کردي جنگیالي وي، خوندي کړي. په انقره کې د منځني ختیځ د مطالعاتو د څانگې د نړیوالو اړیکو پرفیسور حسین باگچي وايي چې د امریکا متحد ایالاتو کردي شریکانو ته ترکیه د خپل امنیت د خطر په سترگه گوري: «YPG او هلته نوري کردي ډلې له PKK سره تړاو لري. د ترکیې حکومت له څو ورځو راهيسي همدا خبره کوي چې د ترکيې پولې باید د تروریستي ډلو له خوا کنترول نه شي. د ترکيې ملي دریځ ته په کتو سره دا مسأله د پوهیدو وړ ده.»

دې خبري ته په کتو سره د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان هوډ کړی دی چې دا عملیات به په بریالیتوب سره پای ته رسوي. هغه په انقره کې وویل: «موږ به یو گام هم شاته وا نه خلو. دا ماموریت به هغه وخت ختم شي چې خپل هدف ته ورسیږي.» په عین وخت کې د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د سورېې په شمال کې د جگړې له اړخونو څخه وغوښتل چې یو د بل پر وړاندي له «لاس نیوي» څخه کار واخلي. هغه وویل چې اصلي هدف باید د تروریستي ډلو لکه داعش پرضد جگړه وي.