د سوات متقاعد قاضي به د پاکستان صدراعظم شي
۱۳۹۷ خرداد ۷, دوشنبهد رويترز خبري آژانس د رپوټ په حواله په پاکستان کې د جولای پر ۲۵ نيټه د فدرالي پارلمان او ټولو ايالتي پارلمانانو د ټاکنو تر پايلو وروسته د يوه نوي حکومت تر رامنځته کيدو پورې به د پاکستان د سترې محکمې پخوانی مشر قاضي ناصر الملک حکومتي چارې پر مخ يوسي.
د پاکستان مسلم ليگ (ن) گوند غړی او برحاله صدراعظم شاهد خاقان عباسي، په پارلمان کې د اپوزيسیون له مشر خورشيد شاه سره په يوه گډ مطبوعاتي کنفرانس کې وويل: «د لنډ مهاله حکومت د مشرۍ له پاره متقاعد قاضي ناصرالملک يو داسې څوک دی چې هيڅوک هم ورته گوته نه شي نيولای.» نوموړي د ناصرالملک په اړه زياته کړه: «موږ داسې څوک وټاکه چې ماضي یې ډير پاک دی.»
د لنډ مهاله صدراعظم پر نوم تر سلا کيدو او په دې اړه تر اعلان وروسته په پاکستان کې له اوونيو راهيسې روانه لانجه هم پای ته رسيدلې ده چې د برحاله مسلم ليگ ن او اپوزيسيون د مشر خورشيد شاه د گوند يعني پاکستان پيپلز گوند ترمنځ روانه وه. په دې تيرو څو اوونيو کې د دې څوکۍ له پاره پر ډيرو نومونو بحثونه وشول.
د پاکستان اوسنی فدرالي حکومت او پارلمان به د راتلونکې پنجشنبې يعنې د می مياشتي پر ۳۱ نيټه منحل کړل شي. تر دې وورسته به د کارپوهانو يو حکومت د نوي ټاکل شوي ملکي حکومت تر رامنځته کيدو پورې د حکومت چارې پر مخ يوسي.
متقاعد قاضي ناصر الملک چې د خيبرپښتونخوا د سوات د سيمې دی، د پاکستان د سترې محکمې د مشر قاضي په توگه د دندې ترڅنگ یې د پاکستان د ټاکنو کميسيون مشري هم کړې ده.
په عمومي توگه د پاکستان د تيکنوکراتانو لنډ مهاله حکومت کومې سترې پريکړې نه کوي، بلکې يوازينی مسوليت یې تر هغه په ښه شان سره د حکومتي چارو پر مخ وړل وي، ترڅو د پارلمان د ټاکنو عمل بشپړه شي او يو نوی ديموکراتيک حکومت رامنځته شي.
زموږ له آرشيف څخه: