د سوات مالم جبه کې د سکي نړیوالي لوبي
۱۳۹۵ بهمن ۱۲, سهشنبهد سوات مالم جبه چې د سیلانیانو له پاره په زړه پورې سیمه ده، د سکي لوبو کوربه هم وي. په دغو سیالیو کې۵۰ نارینه او لس پاکستانۍ لوبغاړو هم برخه درلوده.
پر دې سربیره په دغو لوبو کې د مراکش، یونان، افغانستان، سریلانکا، اوکراین، تاجيکستان او سلواکیا هیوادونو اتو مشهورو لوبغاړو هم گډون کړی وو. داسې اټکل کیږي چې په دغو لوبو سره به په پاکستان کې د سیلاني توب او نړیوالو لوبو له پاره دروازې پرانېستل شي.
په خیبر پښتونخوا ایالت کې د واکمن گوند پاکستان تحریک انصاف، مشر عمران خان هم د خپل ټویټر په پیغام کې د دغه لوبو څو انځورونه شریک کړي دي.
«پاک فضایه» یا د پاکستان د هوایي ځواک له لوري په خپره شوې بیانیه کې ویل شوي دي چې د سکي سیالیو په لومړۍ ورځ د اوکراین لوبډله پر نورو لوبډلو بر لاسې وه.
د نارینه وو په سیالیو کې اوکرایني ایوان کوواسنکیک لومړی، د سلواکیا لوبغاړي جان جوکوبا دوهم او د اوکراین بل لوبغاړي واسیلی دریم مقام وگاټه. پاکستاني لوبغاړی محمد کریم بیا څلورم ځای خپل کړی دی.
د ښځو په منځ کې لومړنی او دوهم مقام هم اوکرایني لوبغاړو خپل کړی دی. د پاکستان د سکي نړیوالې لوبغاړې افرا ولي، بیا په دغو سیالیو کې دریم مقام وگاټه.
نور مطالب: