1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سندي نومي توپان ورانۍ بې ساري دي

سارا کلودیا/ عبدالباري حکیم۱۳۹۱ آبان ۱۰, چهارشنبه

په امریکا متحده ایالاتو کې سندي نومي توپان لږ تر لږه ۵۰ انسانان وژلي دي. دغه توپان په ‏نیویارک کې سختې ورانۍ رامنځ ته کړي دي.‏

https://p.dw.com/p/16ZsX
انځور: Reuters

په نیویارک کې د سندي نومي توپان له امله په سلهان زره کسان په خپلو کورونو کې بریښنا ‏نه لري. دغه راز د اوبو رسولو او تودوخې سیستمونه هم له کاره پاتې دي. د منهاتن په ختیځه ‏ساحلي څنډه کې د بریښنا سیستم په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی. دیری خلک لا تر اوسه ‏پورې په یو ناکرار حالت کې ژوند کوي.‏

په کوینز نومې سیمه کې څه نا څه ۸۰ کورونو اور اخیستی دی.‏
په کوینز نومې سیمه کې څه نا څه ۸۰ کورونو اور اخیستی دی.‏انځور: Reuters

په دې اړه دلته انځوریز رپوټ ووینی.

د منهاتن یوه اوسیدونکې وایي: «هیڅ څه کار نه کوي. د سړکونو ترافیکي اشارې له کاره ‏غورځیدلې دي. هرې خوا ته پولیس ولاړ دي. هرې خوا ته ورانۍ لیدل کیږي.» د منهاتن د ‏دې اوسیدونکې په خبره د بریښنا د شرکت د معلوماتو له مخې ښایې یوه اونۍ یا تر هغه هم ‏دیر وخت ونیسي چې بریښنا بیرته فعاله شي.‏

په همدې حال کې د نیویارک ښاروال مایکل بلومبرګ ویلي دي: «دا یو تباه کونکی توپان وو. ‏ښایي د نیویارک په تاریخ کې ساری و نه لري.»‏

د ورستیو رپوټونو له مخې یوازې په نیویارک کې ۱۸ کسان وژل شوي دي. د دغه توپان له ‏امله رامنځ ته شوی مالي تاوان میلیاردونو ډالرو ته رسیږي. په کوینز نومې سیمه کې څه نا ‏څه ۸۰ کورونو اور اخیستی دی. په لانګ ایلند او نورو ساحلي سیمو کې کورونه یا تر اوبو ‏لاندې شوې دي او یا اوبو له ځان سره وړي دي. ‏

د دې سیمې یوه اوسیدونکې وايي: «دغه تباهي د باور وړه نه ده. ما خپل ټول ژوند دلته تیر ‏کړی دی او داسی ورانۍ مې نه ده لیدلې. ویره او غم د خلکو په څیرو کې له ورایه ‏ښکاري.»‏

په ځینو سیمو کې د ځمکې لاندی اورګاډو (‏Subway‏)‏‎ ‎پتلی ، لارې او تونلونه له اوبو ډک ‏شوي دي. د نیویارک د ځمکې لاندې اورګاډي په ۱۰۰ کلن تاریخ کې دغه ورانۍ بې سارې ‏ده. د دې ښار ښاروال وایي: «موږ دوه مهمې ننګونې په مخ کې لرو. عامه نقلیه وسیال باید ‏بیرته فعال شي او د بریښنا سیتمونه باید بیرته ورغول شي.» له دې ورانیو سره سره د ‏نیویارک ښاروال خلکو ته ډاډ ورکوي چې ورو ورو به ژوند بیرته عادي حالت ته راشی.‏

د سندي توپان له امله رامنځ ته شوی مالي تاوان میلیاردونو ډالرو ته رسیږي. ‏
د سندي توپان له امله رامنځ ته شوی مالي تاوان میلیاردونو ډالرو ته رسیږي. ‏انځور: AP