1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سمنگان ولايت څخه بهرني ځواکونه ووتل

۱۳۹۰ فروردین ۲۲, دوشنبه

د هغه ولايت والي خيرالله انوش وايي چي بهرني ځواکونه ددوي د اميتي ځواکونو سره په تفاهم وتلي. خو ځايي خلک بيا وايي چي ددوی او علماوو شورا تر خبرداري وروسته ووتل.

https://p.dw.com/p/RGyS
د سمنگان ولايت څخه بهرني ځواکونه ووتل او په مزارشريف کښي مېشت سول.
د سمنگان ولايت څخه بهرني ځواکونه ووتل او په مزارشريف کښي مېشت سول.انځور: AP

سمنګان هغه ولايت دی چي افغان ځواکونو ته د امنيتي مسوو ليت د سپارلو پروسې په لومړي پړاوکي نه دي شامل.

له بلي خوا په افغانستان کي د نړيوالو ځواکونو لخوا افغان سرتيروته د امينتي مسوليتنو د ورسپارلو لړۍ هم په رسمي توګه نه ده پيل سوې ، خو ددي ټولو سره سره په سمنګان ولايت کي ميشت بهرني سرتيري له دغه ولايت څخه وتلي او په مزارشريف کي مېشت سوي دي.

د هغه ولايت د والي په خبره د ولايتي بيا رغوني دغه ډله د سويډن او فينلاند هيوادونو له ځواکونو څخه جوړه ول.

که څه هم ويل کيږي چي له دغه ولايت څخه نړيوال سوله ساتي ځواکونه دعلما و د شورا او ددغه ولايت د خلکو د خبر داري له کبله وتلي دي. خو د سنګان والي خيرالله انوش وايي چي بهرني سرتيري د د غه ولايت د سيمه ييزو دولتي چارواکو د تفاهم پر بنسټ وتلي دي.

« دغه اقدام ددي لپاره سوی چي په دغه ولايت کي د ترهګرو فعاليت صفردی او بل لامل يې دادی ترڅو د تاوتريخوالي مخه ونيول سي.»

د بلي خوا په شمال زون کي د ايتلاف ځواکونو دفتر د يوې اعلاميې په خپرولو سره له سنګان ولايت څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو پخلی کړی. او ويلي يې دي چي دغه سرتيري د ملکي کسانو د مرګ ژوبلي او بهرنيو سرتيرو او خلکو ترمنځ د اړيکو د خړيدو د مخنيوي په موخه له دغه ولايت څخه وتلي دي.

خو د سمنگان ولايت د ولايتي شورا مشر ضياوالدين ضيا بيا ويلي دي چي دغه ځواکونو هلته هيڅ ډول د بيا رغوني کارونه نه دي کړي، ځکه نو خلکو و پتييله چي دغه ځواکونه دي ددغه ولايت څخه ووزي او دلته دي يو بل قوي ټيم راسي.

د راپورونو پر بنسټ په دي وروستيو کي د سمنګان ولايت اوسيدونکو اوددغه ولايت د علماو شورا ويلي ول ، دا چي بهرني سرتيري په دغه ولايت کي د امنيت د تنګښت او بيا رغوني په کارونو کښي پاته راغلي بايد ژر تر ژره ددغه ولايت څخه ووزي.

عبدالحميد صافی/ مزارشريف

کتونکی: نجيب الله زيارمل