1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سمنګان ولايت د درو ولسوالیو تر منځ سړک ډمبر سوی

۱۳۹۰ فروردین ۱, دوشنبه

د سمنګان ولايت د دريو ولسواليو تر منځ د څه د پاسه ۵۰ کيلومترو په اوږدوالي د يوه سړک د ډمبريدو کار بشپړ او د ۵۴ کليومترو ترانسپورتي لارۍ ستونزي هواري سوې.

https://p.dw.com/p/RBBw
د سړک د ډمبرولو کار
د سړک د ډمبرولو کارانځور: AP

په دغي بيارغوني چي ۲۰ مليونه ډالره لګښت راغلي د ملګرو ملتونو د سويډن د کميټي لخوا ورکړل شوي دي.

په سمنګان ولايت کي د ملګرو ملتونو د سويدن د کميټي په چوکاټ کي د سړک جوړونۍ د دغي پروژې يو انجينير محمد امين نادري وويل: چي د دغه سړک د ډمبرولو چاري د۲۰۰۷ ميلادي کال د ډسمبر په مياشت کي پيل سوي وې، چي په دي وروستيو کي پاي ته ورسيدې.

« د خرم ، سارباغ او روی دوآب ولسواليو تر منځ د ۸،۵۱ کيلومترو په اوږ دوالي د دغه سړک د ډمبریدو کار چي په هغه کي پلونه، پلچکونه او استنادي ديوالونه شامل دي پيل سوي وو، چي په کړيړ کيدو يي د يادو ولسواليو د ۵۴ کليو هغه ستونزي چي د لارو د ويجاړوالي له کبله يي درلودلې هواري شوي.»

نوموړي زياتوي په دغه سړک کي ۴۵ پلونه پلچکونه او د ۲ کيلومترو په اوږدوالي د استنادي ديوالونو جوړول هم شامل دي. د انجينيرامين په وينا په دغي پروژي ۲۰ مليونه ډالره لګښت راغلي چي دغه پيسي د ملګرو ملتنو د سويدن د کميټي لخوا ورکړل شوي او کار يي د دوو شخصي شرکتونو لخوا پر مخ بيول سوی دی. د همدغو سيمو په سل ګونو اوسيدونکو په دغو پروژو کي کارکړی دی.

د سيمي اوسيدونکي هم ددغي پرژې څخه رضايت ښي ، د سارباغ ولسوالۍ د غازي مرد د کلي اوسيدونکي ملا ادريس وايي : « موږ ډير خوشحاله يو په دې چي سيمه مو ودانيږي، او هوسا کيږو دا دي زموږ د کلي هغه کابو ۷۰ کورونه چي د سيلاونو له ګواښ سره مخ وو، د دغه سړک او استنادي ديوالونو په جوړيدو موږ له دغه تهديد نه وژغورل سو.»

سمنګان په شمال کي د بلخ ولايت سهيل ختيځ خوا هغه غرنی ولايت دی، چي په دې وروستيو اتو کلونو کي يې ډيري لاري او سړکونه جوړ سوي خو تر اوسه هم د يو شمير ليري پرتو ولسواليو او بانډو خلک يې د لارو د ويجاړوالي له کبله له ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

عبدالحميد صافی/ سمنگان

کتونکی: نجيب الله زيارمل