د سعودي پاچا خپل زوی محمد د وليعهد په توګه نومولی
۱۳۹۶ خرداد ۳۱, چهارشنبهبرحاله مرستيال وليعهد محمد بن سلمان، د سعودي عربستان پاچا کيدو ته يو څه ور نزدې شو: يعني دا ۳۱ کلن به تر خپل پلار سلمان وروسته په رياض کې د واک خاوند شي.
محمد بن سلمان په دې توګه د محمد بن نجف چې تر اوسه د سعودي د تخت لومړی وارث وو، ځای ونيو. دا کار د هغه شاهي فرمان په اساس وشو چې د «سپا» په نوم دولتي خبري آژانس له خوا خپور شوی. د دې فرمان له مخې به محمد بن سلمان د مرستيال لومړي وزیر دنده هم پر غاړه واخلي. د دې ترڅنګ به دی د هيواد د دفاع وزیر په توګه هم پر خپله څوکۍ پاتې شي.
دا پريکړه ناڅاپي نه ده شوې. محمد بن سلمان ته د اوږدې مودې راهيسې د يوه «ځواکمن سړي» په سترګه کتل کيږي. د باچا سعود پوهنتون څخه د حقوقو په رشته کې تر فراغت وروسته بن سلمان په ۲۰۰۹ م کال کې د خپل پلار چې هغه وخت د رياض والي وو، ځانګړی مشاور وټاکل شو. کله چې یې پلار په ۲۰۱۳م کال کې وليعهد شو، نو بن سلمان د شاهي کابينې د مشر په توګه انتخاب شو. د ۲۰۱۴م کال په اپريل میاشت کې بيا د بهرنيو چارو وزیر شو.
د ۲۰۱۵م کال په جنورۍ میاشت کې د پاچا عبدالله تر مړينې او د پلار تر باچا کيدو وروسته د محمد بن سلمان پرمختګ نور هم چټک شو. دا ځوان چې مخکې دومره پيژاندل شوې نه وو، د هيواد د دفاع وزیر شو او د «2030 Vision» په نوم د سترې پروژې مسئوليت يې پر غاړه واخیست. دا ستره پروژه د هيواد اقتصاد ته بايد د نوي سره وده ورکړي. بن سلمان د خپل پلار په استازيتوب ډير مهم بهرني سفرونه هم ترسره کړل. خو د هغه عمر هغه څه وو چې د وليعهد کيدو په لار کې ورته د خنډ په سترګه کتل کيدل.
د «العربيه» خبري شبکې په حواله د پاچا دا پريکړه د وليعهد ټاکونکې کميټې د ۳۴ څخه د ۳۱ غړيو له خوا تائید شوه. د ټاکنې رسمي مراسم به د چهار شبنې په ماښام ترسره شي.