1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سعودي عربستان ولیعهد د یوه متعدل هیواد ژمنه وکړه

۱۳۹۶ آبان ۳, چهارشنبه

محمد بن سلمان به د سعودي عربستان راتلونکی پاچا شي. خو د اصلاحاتو له پاره د هغه هڅې او د اسلامي افراطیت د له منځه وړلو له پاره یې ژمنه کیدای شي د سعودي عربستان د مذهبي مشرانو غوسه راوپاروي.

https://p.dw.com/p/2mSSG
Saudi-Arabien Prinz Mohammad bin Salman al-Saud
انځور: picture-alliance/AA/Bandar Algaloud/Saudi Royal Council

د سعوي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د سه شنبې په ورځ وویل چې هیواد به یې لا «معتدل» او «پرانیستی» شي او ژمنه یې وکړه چې له سعودي عربستان څخه به د افراطي اسلامي ایډیالوژي ریښې وباسي.

دغه ۳۲ کلن ځواکمن سیاستوال او د شاهي کورنۍ غړي په ریاض کې د پانګونې یوه کنفرانس ته وویل: «موږ هغه څه ته چې پخوا وو بیرته راګرځو – د معتدل اسلام یو هیوا چې نورو دینونو او نړۍ ته پرانیستی دی.»

هغه زیاته کړه: «موږ به ډیر ژر د افراطیت پاتي ریښې له منځه یوسو ... موږ د اسلام د معتدلو لارښوونو او اصولو استازیتوب کوو.»

د اصلاحاتو پلانونه

بن سلمان هڅه کړې ده چې د سعودي عربستان محافظه کاره ټولنه د لیبرال کیدو پر لور روانه کړي. سعودي عربستان په سپتمبر میاشت کې ښځو ته اجازه ورکړه چې موټر وچلوي. ځینو چارواکو خو دا هم ویلي دي چې حکومت به سینماو ته هم اجازه ورکړي چې یو ځل بیا پرانیستلي شي.

ویل کیږي چې دغه ځوان ولیعهد همداراز د «۲۰۳۰ لیدلوري» تر عنوان لاندې د یوې کړنلارې له اصلي ملاتړو څخه دی چې په ترڅ کې یې هڅه کیږي چې د سعوديعربستان اقتصاد پر نفتو باندي له ډیرې اتکا کولو څخه لیري شي او په دې ترتیب سره په دې هیواد کې یو متغیر اقتصاد رامنځ ته شي.

پر مذهبي مشرانو برید؟

بن سلمان د سه شنبې په ورځ د حکومت د اصلاحاتو د پلانونو ملاتړ وکړ او ویې ویل چې «سعودي عربستان په تیر وخت کې داسې نه وو». خو دغه څرګندوني او د هغه د اصلاحاتو پلانونه په سعودي عربستان کې د ځواکمنو مذهبي مشرانو موقف له ګواښ سره مخامخوي. د دغو مشرانو ډیری د اسلام د یوې ډیرې سختي بڼې له پاره تبلیغ کوي.

ښځو ته د موټر چلولو اجازې تر ورکړې مخکې، ځينو مذهبي مشرانو ویلي ول چې دا کار به د سعودي عربستان ټولنه زیانمنه کړي.

«زه بې له هغوی هیڅ نه یم»

د سه شنبې په ورځ وختې بن سلمان د کنفرانس ګډونوالو ته ژمنه کړې وه چې سعودي عربستان به په خپل شمال لویدیځ ساحل کې یو لوي اقتصادي زون جوړ کړي. دغه پروژه چې «نیوم» نومیږي د ۵۰۰ میلیارده ډالرو په ارزښت به یو ښار جوړ کړي چې په بشپړه توګه به په غیر نفتي انرژي چلیږي او په دې ترتیب سره به نوښتونه وهڅوي. په دې ښار کې به د سعودي عربستان له نورو برخو څخه متفاوت قوانین حاکم وي.

دغه پروژه به د سعودي عربستان د پاچا د شتمنۍ له صندوقه، د دې هیواد د حکومت د پیسو او یو ځينو نړیوالو شرکتونو له خوا تمویل شي. په غونډه کې حاضرو کسانو د ولیعهد د دغو څرګندونو هرکلی وکړ، خو هغه بیا وویل چې دی د سعودي عربستان د ۲۰ میلیونو وگړو څخه یو دی او زیاته یې کړه: «زه بې له هغوی هیڅ هم نه یم.»

زموږ له ارشيف څخه:

m.s (AP, dpa, AFP)