1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سيمه کې د ايران د نفوذ کمولو هڅه

۱۳۹۶ آبان ۱, دوشنبه

تر۲۷ کلونو خړپړتيا وورسته د سعودي عربستان او عراق ترمنځ اړيکي ښې شوي دي. د امريکا د بهرنيو چارو د وزیر په حضور کې دواړو دولتونو د همغږۍ د جرگه گۍ بنسټ کښيښود.

https://p.dw.com/p/2mKqs
Saudi-Arabien Treffen von König Salman mit US-Außenminister Rex Tillerson und irakischer Ministerpräsident Haider Al-Abadi
انځور: Reuters/Saudi Press Agency

سعودي عربستان، عراق او امريکا متحد ايالات پر دې خبره سره سلا دي چې په سيمه کې د ایران له مخ پر زياتيدونکي نفوذ سره مخالفت لري. له همدې کبله سعودي عربستان او عراق له لسيزو راهيسي پر خپل منځني خړپړتيا سربيره دې ته چمتو دي چې يو له بله سره کښېني.

د امريکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو د وزیر ريکس تيلرسن، په حضور کې د سعودي عربستان پاچا سلمان او د عراق لومړي وزیر حيدر العبادي د همغږۍ د يوې شورا بنسټ کښيښود چې له لارې به يې په راتلونکي کې د دواړو هيوادونو ترمنځ همکاري زياته او ژوره شي.

د عراق لومړي وزیر حيدر العبادي د دواړو هيوادونو د اړيکو پر پياوړي کيدو «ډاډ» څرگند کړ. پاچا سلمان هم ټينگار وکړ چې هيواد یې د عراق د ځمکنۍ بشپړتيا، يووالي او ثبات له پاره هلې ځلې کوي. تيلرسن هم وويل: «موږ د دې پرمختگ له کبله منندوی يو او غوښتنه کوو چې د سيمې د ثابت له پاره دغه مهمې اړيکې بايد همداسې پاتي شي.»

امريکا: د ايران مليشې دي له عراقه ووځي

عراق له خپل شيعه گاونډي هيواد ايران سره ښې اړيکي لري. همدا ده چې په عراق کې هغه مليشې د ترهگرو ډلو لکه داعش پرضد جگړه کوي. خو امريکا متحد ايالات دا نور نه شي زغملای او له بغداده یې څرگنده او جدي غوښتنه کړې.

ټيلرسن وويل چې په عراق کې ميشت ايرانی مليشه يي ځواک دې د ترهگري ډلې داعش پر ضد خپله جگړه پاې ته ورسوي او خپل هيواد ته دې ستون شي. ده وويل چې عراقيان بايد د دې حق ولري چې خپل هيواد په خپله ولکه کې ولري.

ايران په سيمه کې د سعودي عربستان مخالف بلل کيږي. په عراق کې د زيات نفوذ د ترلاسه کولو له پاره سعودي عربستان بايد دې ته چمتو وي چې له خپل دې گاونډي هيواد سره د بيارغوني په برخه کې مرسته وکړي.

د سعودي پاچا سلمان او د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزیر تيلرسن
د سعودي پاچا سلمان او د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزیر تيلرسنانځور: Reuters/A. Brandon

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا دا هم ويل شوي دي چې تيلرسن له پاچا سلمان سره په شخصي خبرو اترو کې په دې هلکه هم مشورې ورکړي دي چې څرنگه کولای شي په سيمه کې د ايران نفوذ راکم کړي.

د امريکا حکومت د ایران پر وړاندي کلکه تگلاره غوره کړې ده. ولسمشر دونالد ترمپ يو څو ورځي تر مخه په دې اړه شکونه څرگند کړي ول چې ایران به له امريکا سره پر شوي اتومي تړون ولاړ پاته شي. دی غواړي پر اتومي تړون له نوي سره خبري اترې وشي او د ۲۰۱۵م کال د دې تړون د لغوه کولو گواښ یې هم کړی وو.

ايران پر امريکا د ايران ضد ائتلاف له کبله نيوکې وکړې

په رياض کې پر ترسره شوې درې اړخيزه غونډه سملاسي غبرگون وښوول شو. د ايران د بهرنيو چارو وزیر محمد جواد ظريف چې د اسنا خبري آژانس په حواله د جنوبي افریقا په پريتوريا کې دی، وويل: «متاسفانه د ولسمشر دونالد ترمپ حکومت نه غواړي له خپلو سهوو زده کړه وکړي او د ايران پر ضد تگلاري څخه پر شا شي.»

ظريف زياته کړه چې د ترمپ حکومت نه غواړي په دې ځان پوهه کړي چې ايران سيمې ته کوم خطر نه پيښوي، بلکي د ترهگري ډلي داعش پر ضد جگړې سره غواړي په سيمه کې سوله او ثبات راولي. ده وويل: «که ايران نه وای نو داعش به اوس پر دمشق، بغداد او اربيل حکومت کولای.»