1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د سرحدونو بندول د مهاجرو بحران نه حل کوي»

۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۱, سه‌شنبه

آلمانی ټولنپوه شتېفن ماؤ وايي چي د سرحدونو تړل د مهاجرو د بحران حل نه دی. نوموړي پر دغه موضوع په «زيود دويچه څايتونګ» ورځپاڼه کي يوه مقاله خپره کړې ده.

https://p.dw.com/p/1IlEj
انځور: picture-alliance/R. Goldmann

«د آلمان لپاره د بديل ګوند» يا AfD يوې سياستوالي څو وخت تر مخه غوښتنه کړې وه، چي که اړتيا وي نو بايد د آلمان له پولو څخه بايد د ټوپک په مرسته دفاع وسي. دغې سياستوالې د مهاجرو د بحران په موضوع کي دغه خبره کړې وه چي هغه وخت يې سخت غبرګونونه راپارولي ول.

په مجموع کي په تيرو مياشتو کي اروپايي هيوادونو و پولو ته د داخلېدو په ترڅ کي محدوديتونه رامنځ ته کړي دي. خو اوس د آلمان یو ټولنپوه شټېفن ماؤ په خپله يوه ليکنه کي دغه عمل غندلی دی. نوموړي په «زويد دويچه څايتونګ» کي خپله يوه مقاله خپره کړې ده، چي پکښي راغلي چي د پولو بندول د مهاجرو بحران نه سي حل کولای.

نوموړي کارپوه د AfD ګوند د سياستوالي و مذکوره شخړيزه څرګندونې ته هم اشاره کړې او ليکلي يې دي: «د تر پولو اوښتونکو پر ضد د ټوپک، سختو سزاؤ او عصري اليکترونيکی اوزارو په کار اچول» د مهاجرو د بحران په حل کولو کي کومک نه سي کولای.

شټېفن ماؤ ليکلي چي هغه فکر چي ګواکي زياته څارنه «د لږو مهاجرو» سبب ګرځي، سم نه دی. نوموړي ليکلي چي د قفس په څېر د پولو ساتنې حد اقل د امريکا په متحده ايالاتو کي دا روښانه کړې چي د مهاجرو د کمېدو لامل نه ګرځي. د ماؤ په وينا د امريکا د متحده ايالاتو د کډوالۍ د سختو پاليسيو او پولې ساتنې ټولو خنډونو باوجوده، بيا هم دغه هيواد ته په مليونونو انسانانو د مهاجرو په توګه ځانونه رسولي.

د دغه ټولنپوه په وينا و خپل اصلي هيواد ته د مهاجرو بېرته لېږد هم د هغوی له پاره هغه اصلي بديل نه سي کېدلای. د دغه کارپوه په وينا هغه په دې دليل ولي چي که دغه مهاجر بېرته خپل هيواد ته ستانه سي، نو هغوی د بېرته راتلو ټول چانسونه لا لاسه ورکوي.

شټېفن ماؤ وړانديز کړی چي د پناه غوښتونکو دوامداره حل يوازي په داسي صورت کي ممکن دی چي ټول اروپايي هيوادونه يوه مشترکه ستراتيژي جوړه کړي او و اروپا ته د راتلو قانوني لاري رامنځ ته کړي.

«Auch wenn die Schlagbaumphilosophen das anders sehen: Die

national-territoriale Selbstabschließung nach dem Vorbild des 20.

Jahrhunderts ist eine unbrauchbare Lösung», schreibt Mau mit Blick

auf Grenzverfechter wie Peter Sloterdijk und Rüdiger Safranski. In

einer globalisierten Welt gelte es stattdessen, die verschiedensten

Interessen von Freizügigkeit über humanitärem Schutz bis hin zu

Kontrollen miteinander in Einklang zu bringen.

Für die Bewältigung der Flüchtlingskrise funktionierten nur Ansätze

mit einer gesamteuropäischen Perspektive. Wer Migration gestalten

wolle, müsse darüber hinaus mehr legale Wege der Zuwanderung öffnen.

«Ohne Zweifel ist das komplizierter als die Errichtung von Mauern»,

so Mau. «Aber es ist eben auch die einzig wirkliche Antwort auf die

neue Dynamik von Mobilität und Migration.»

joh

(C) 2016 KNA Katholische Nachrichten-Agentur GmbH. Alle Rechte vorbehalten.

Jegliche mediale Nutzung und Weiterleitung nur im Rahmen

schriftlicher Vereinbarungen mit KNA erlaubt.

Impressum:

KNA Katholische Nachrichten-Agentur GmbH, 53008 Bonn, PF 1840

Verantwortlich fuer den Inhalt: Chefredakteur Ludwig Ring-Eifel.

Abonnenten-Service:

Fragen zu Ihrem Abonnement adressieren Sie bitte an vertrieb@kna.de.