د ستورمزلو يا هوانه وردانو د جامو مود
کله چې څوک د ځمکې له کرې څخه د باندې ووزي، بیا نو څنگه ښکاري؟ د ESA په نوم د مود طراحانو په دې برخه کې یوه سیالي په لاره اچولې ده. په لندن کې د مود طراحانو د«په مدار کې مود» تر عنوان لاندی د جامو د مود نندارتون جوړ کړی.
د جامو المارۍ
په دې آلمارۍ کې د فضانوردانو جامې ایښودل شوي وي. یوه جوړه جامې په فضایې بیړۍ کې دننه او یوه جوړه له بیړۍ څخه د باندې او تمرین په وخت کې کفایت کوي. کله چې سړی دغو جامو ته وگوري نو داسې معلومیږي چې دوی باید پر ځان ډیر فشار را نه ولي. له مود او ښکلاء څخه د دغو جامو اغیزمنتوب او کار ورکونې ته ترجيح ورکول کیږي.
له بهر څخه د ځمکې کرې ته نظر
منطقي خبره ده چې د دغو جامو په برخه کې د مود فکتور تر ټولو وروستۍ خبره ده، خو له بلې خوا داسې ښکاري چې دغو ډیزاینرانو له فضاء څخه په الهام اخیستنې سره دغه ډیزاینونه جوړ کړي وي. د بیلگې په توگه د Esmod په نوم په برلین کې د مود پوهنتون دغه طرحه چې په اصطلاح له ځمکې څخه د باندې مخلوقات یې له بهر څخه د لومړي ځل له پاره ځمکې ته د کتلو په وخت کې لري.
مود ته له فضانوردۍ سره تړاو ورکول
له ۲۰۱۴ -۲۰۱۶ کاله پورې د ESA د ماموریت په ترڅ کې پنځه تنه فضانوردان چې په هغه کې د آلمان، بریتانیې، فرانسې، ا یټالیې او ډنمارک فضانوردان شامل ول د ISS فضايې سټیشن ته ورغلي ول. دغه پروژه د «په مدار کې مود» په نوم د ESA او لندن د سائنس موزیم له خوا په لاره اچول شوې. د مود په برخه کې پنځو سیمه ییز پوهنتونونو له دغه ماموریت څخه په الهام دغه مودونه طرحه او ډیزان کړي دي.
له فضايې ماموریت څخه الهام
په برلین کې د مود نړیوال پوهنتون (ESMOD) محصلینو په دغه نندارتون کې «په مدار کې د مود» تر عنوان لاندې د آلمان هیواد په استازیتوب گډون کړی وو. ۱۳ آلماني محصلینو د خپلو څیړنو په پایله کې د جوړو کړو جامو طرحه وړاندی کړه. په دغه طرحه کې د دغو جامو د مود پرمختگ، اغزمنتوب، او نوي تخنیک څخه استفادې موارد په پام کې نیول شوي دي.
د ژوندي پاتې کیدو جامې
محصلین د چاپيریال ساتنې او ټولنیزو ستونزو په پام کې نیولو سره خپلې طرحې جوړوي. د لندن د سائنس په موزیم کې د وړاندی کیدولو له پاره شپږ ډیزاینونه انتخاب شوي دي. د بیلگې په توگه د «ژوندي پاتې کیدو جامې» په نوم د یامین یو، په وسیله ډیزاین شوي جامې. نوموړۍ له دغو جامو سره غواړي یو پيغام ورکړي: که موږ همداسې له خپلې مځکې څخه غلطه استفاده وکړو، په پای کې به پخپله انسانان د دې کار قربانیان وي.
مود او تخنیک
هر یو محصل د خپل سپانسر کونکي سره په گډه کار کوي، تر څو د نوي او مودرنه تخنیکي وسایلو په مرسته د دغو جامو نوي ډولونه طرحه او ډیزاین کړي.
پایښت
د بیلگې په توگه په لندن کې د مود پوهنتون د پلاستیکي بوتلونو د دویم ځلي استفادې له یوه سپانسرونکي شرکت سره په گډه کار کوي. دوی نه یوازې د نوي تخنیک پر کیفیت ټینگار کوي، بلکې د دوی له پاره د دغو جامو پایښت او دوامداره پاتې کیدل ډیر مهم دي.
د مریخ له پاره ډیر ښکلې او مستریح
د دې نندارتون هدف د داسې زیرکه جامو برابرول دي چې د ځمکې په شرایطو کې ژوند له مود سره سم مسترح وگرځوي.