1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د زیکا ویروس له کبله نړیوال خبرداری

۱۳۹۴ بهمن ۱۳, سه‌شنبه

د روغتیا نړیوال سازمان غواړي چې په خپل ټول قوت سره د زیکا ویروس، د پراخیدو مخه ونیسي. په دې ترڅ کې د یوه واکسین پرمختگ په پام کې دی. لا تر اوسه روغتیا پالو د دغه ویروس پر ضد کوم اغیزناک دارو نه دي موندلي.

https://p.dw.com/p/1HnzA
Dominikanische Republik - Maßnahmen gegen Zika Virus - Mikrozephalie
انځور: Getty Images/AFP/E. Santelices

د روغتیا نړیوال سازمان یا «ډبلیو اچ او» په گړندۍ توگه د زیکا ویروس خپریدو ته په کتو سره په نړیواله کچه د یوه بېړني روغتیایي حالت له پاره غږ کړی دی. د روغتیا نړیوال سازمان مشرتوب مارگریت چېن، په ژنیف کې ویلي دي چې د دغه ساري ناروغۍ د مخنیوي له پاره په نړۍ کي همغږو هڅو ته اړتیا ده.

دولتونه باید د دغه ویروس پر ضد د یوه واکسین د پرمختگ او تولید له پاره زیار وباسي. داسې ټینگ شک کیږي چې د نوي زیږیدونکو ماشومانو د کوپړۍ په شکل کې د تغیر او دغه ویروس تر منځ کومه اړیکه شته.

د نوو زیږیدونکو ماشومانو د کوپړۍ ډول تغیر

د زیکا ویروس تر ټولو زیات په شمالي، منځنۍ او جنوبي امریکا کې مخ پر پراخیدو دی. د دغه ویروس له کبله په افریقا، آسیا او د لویدیځ فاسفیک حوزې هیوادونه هم اغیزمن دي. پوهانو په ۱۹۴۷م کال کې د لومړي ځل له پاره د زیکا ویروس په اوگاندا هیواد کې په بیزوگانو کې وموند.

د روغتیا نړیوال سازمان انديښنه څرگنده کړې ده چې د هوا د النینو پدیدې په سبب د یوه ډول ماشي په واسطه چې د زیکا ویروس انتقالولای شي، د دغه ویروس د تکثیر امکان شته. دغه ویروس چې زکام ته ورته علایم لري تر ټولو زیات د میندوار ښځو له پاره خطرناک دی.

داسې شک کیږي چې دغه ویروس په نازیږیدلو ماشومانو کې د (Mikrozephalie) یا عصبي ودې د اختلال سبب گرځي. دغسې ماشومان له ډیر کوچني سر سره زیږيږي، چې پکښې د مغزو حجم هم کم وي. یوازې په برازیل کې د تیر کال له اکتوبر میاشتې راهیسې تر جنوري میاشتې پوري په نوو زیږیدلو ماشومانو کې دغسې ۳۸۰۰ پیښې ثبت شوي دي. زیاتره وخت دغسې ماشومان ذهني معذوره وي او له عصبي اختلال څخه کړیږي.

په سلونو زره عسکر د دغه ماشي پر ضد مبارزه کوي

د جنوبي امریکا په سترو هیوادونو کې ۲۲۰۰۰۰ عسکر د زیکا ویروس پر ضد د مبارزې له پاره احضار شوي دي. دغه عسکر باید کور په کور وگرځي او اوسیدونکو ته دا روښانه کړي چې څرنگه ځان له دغه ماشي څخه وساتي او د هغې د ودې زمینه له منځه یوسي.

د جمعې په ورځ د برازیل ولسمشري دیلما روزیف، د امریکا متحدو ایالاتو له ولسمشر بارک اوباما سره په یوه تلیفوني تماس کې توافق ته ورسیده چې دواړه هیوادونه په گډه هڅه کوي چې د دغه ویروس له پاره د امکان په صورت کې ژر یو واکسین رامنځ ته کړي. لا تر اوسه د دغه ویروس پر ضد نه کوم اغیزناک واکسین شته او نه هم کوم ډول اغیزناک درملن.

تر دې د مخه د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۱۴م کال په اگست میاشتې کې په لویدیځه افریقا کې د ایبولا د ساري ناروغۍ له کبله په نړیواله کچه د یوه بیړني روغتیایي حالت اعلان کړی وو.