1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پر زاخیلوال د اداري فساد تور ولگول شو»

۱۳۹۱ مرداد ۱۲, پنجشنبه

یوه خصوصي تلویزیون او د افغانستان له اداري فساد سره د مبارزې ادارې ویلي دي چې د افغانستان د مالیې وزیر له یوه میلیون ډالرو څخه ډیرې پېسې له افغانستان څخه بهر استولي دي. په دې اړه به د شنبې په ورځ پلټنې پیل شي.

https://p.dw.com/p/15iT0
انځور: AP

په افغانستان کې له ادارې فساد سره د مبارزې ادارې د پنجشنبې په ورځ د دې هیواد د مالیې د وزیر حضرت عمر زاخیلوال، د تجارتې اړیکو او معاملو د څیړلو خبر اعلان کړ. دا خبر په داسې حال کې اعلانیږي چې یوه افغان خصوصي تلویزیون (طلوع) تر دې پخوا داسې اسناد ښکاره کړي ول چې پکښې ښوول شوي دي چې عمر زاخیلوال له یوه میلیون څخه ډیر ډالر په بهر کې خپلو بانکي حسابونو ته استولي دي.

د دې اسنادو له مخې عمرزاخیل په کانادا کې خپل بانکي حسابونو ته له یوه میلیون څخه ډیر ډالر استولي دي. دا اسناد د طلوع تلویزیون پخپله یوه خپرونه کې ښولي دي. په دې خپرونه کې د زاخیلوال د بانکي حسابونو د بیلانس ورقې ښوول شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې عمر زاخیلوال د چهارشنبې په ورځ په یوه مرکه کې ویلي وو چې هغه کوم غلط کار نه دئ کړی. هغه زیاته کړې وه چې بانک ته د هغه استول شوې پېسې د افغانستان د مالیې وزیر په توگه د کار له پیلولو پخوا د هغه د قانوني تجارتي معاملو گټه او د هغه شخصي پېسې دي.

زاخیلوال ویلې وو: «مخکې له دې چې زه بیرته افغانستان ته راشم، زه په کانادا کې د اقتصاد استاد وم. په هغه وخت کې هم ما د یوه مشاور په توگه د عاید ډیرې ښې سرچینې لرلې. ما د ورځې ۱۵۰۰ ډالر گټل.»

زاخیلوال په ۲۰۰۹ کال کې د افغانستان د مالیې وزیر شو. هغه تر دې پخوا د افغانستان د پانگونې د ملاتړې ادارې مشر وو. افغانستان ته تر راتلو پخوا زاخیلوال په کانادا کې ژوند کاوه. هغه په ملگرو ملتونو او نړیوال بانک کې د مشاور په توگه هم دنده تر سره کړې ده.

له ادارې فساد سره د مبارزې د دارې مشر عزیرالله لودین، د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې هغه د زاخیلوال ځوابونو قانع کړی نه دئ او له همدې کبله به د شنبې په ورځ د زاخیلوال د تجارت په اړه څیړنې پیل شي.

په هغه ډله کې چې د زاخیلوال شتمنۍ به وڅیړي له ادارې فساد سره د مبارزې د ادارې استازی، د ملي امنیت د ادارې استازی او د افغانستان د لوی څارنوالي استازی گډون ولري.

لودین ویلي دي: «د مالیې وزیر وایي چې دا د هغه د قانوني تجارت له لارې گټلې پیسې دي. ما له هغه څخه وپوښتل چې څرنگه تجارت لري؟ موږ به دا موضوع په جدي ډول وڅیړو.»

لودین ویلي دي چې د هغه ادارې لا وختې دا خبره معلومه کړې ده چې له ۲۰۰۷ کاله څخه تر ۲۰۱۱ کال پورې د زاخیلوال شخصي حسابونو ته ۱۰۸۰۰۰۰ ډالر استول شوي دي. دغه پېسې د الفلاح او چارتر په بانکونو کې د هغه حسابونو ته لیږدول شوي. د لودین په خبره له دوغو پیسو څخه ۲۰۰۰۰۰ ډالر ئې د یوې خصوصي امنیتي کمپنۍ له خوا د زاخیلوال بانکي حساب ته استول شوي دي.

د طلوع تلویزیون ویلي دي چې له ۲۰۰۷ کال راهیسې د زاخیلوال بانکي حسابونو ته ۵۰۰۰۰ او ۱۰۰۰۰۰ ډالر استول کیدل. دې تلویزیون زیاته کړې ده چې په دې ترڅ کې زاخیلوال په کانادا کې یوه بانک ته د کور اخیستلو له پاره ۱۰۰۰۰۰ ډالر استولي دي. دې تلویزیون ویلي دي چې په همدې موده کې زاخیلوال خپلې خور ته چې ملالۍ زاخیلوال نومیږي هم ۷۰۰۰۰ ډالر ورکړي دي.

لودین ویلي دي چې زاخیلوال اوس هره میاشت ۲۰۰۰ ډالر معاش او ۱۴۰۰ ډالر د دسترخوان پیسې تر لاسه کوي. خو د هغه په خبرې زاخیلوال بیا هم په وروستیو کې د ۱۶۰۰۰۰ ډالرو په ارزښت یو موټر اخیستی دئ. لودین ویلي دي: «موږ باید دا موضوع وڅیړو ځکه چې هغه درې دولتي موټران هم لري.»

د زاخیلوال ویاند ویلي دي چې د دغو پېسو لویه برخه له هغو تجارتي معاملو څخه تر لاسه شوې ده چې زاخیلوال تر ۲۰۰۷ کال مخکې کړې وې. هغه زیاته کړې ده چې دولت باید د افغانستان د مالیې وزیر د شتمنیو د څیړلو پر ځای په دې اړه څیړنې وکړي چې څرنگه دولتي او شخصي اسرار فاشیږي.

لودین ویلي دي چې د افغانستان د مالیې په وزارت کې د ادارې فساد ډیر موارد موجود دي. یوازې د افغانستان د حیرتانو په بندر کې د دولت له ۶۰ میلیونو ډالرو زیاتې پېسې لادرکه شوې دي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم