1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د زابل ولايت کرهڼې وده کړې ده

محمد ابراهیم سپیڅلی۱۳۹۲ مهر ۲۸, یکشنبه

په زابل ولايت کې د کرهڼې رياست مسؤلين وايي، چې د دغه ولايت کرهڼې د پخوا په پرتله پرمختګ کړی دی او د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راغلى دى. (انځور له آرشیف څخه)

https://p.dw.com/p/1A2jz
انځور: DW

د مسؤلينو په خبره د زراعت مامورينو د مشورو او لارښوونو پر بنسټ له کروندو څخه ډېری ناروغۍ ليرې سوې او خلکو هم د حلال تخم کر ته مخ کړې ده.

د زابل اوسيدونکي هم دا خبره مني خو زياتوي، که دولت ورسره پر خپلو ژمنو ودرېږي، اصلاح سوي تخمونه پر خپل ټاکل سوي وخت ووېشي، معياري کود او سره ورکړي، نو په دغه ولايت کي به کرهڼه نوره هم وده کړي او د زابليانو ژوند به له اقتصادي پلوه ډېر وغوړيږي.

د زابل ولايت د کرهڼې په رياست کې د معلوماتي ټيکنالوژۍ مسؤل انجنيرمحمد حنيف فانوس، وايي چې دوى په دې وروستيو کې د کروندګرو د غوښتنو او مشکلاتو پر بنسټ يو شمېر مسلکي مامورين استخدام کړي دي، چي د کروندګرو ستونزو ته پر وخت ځواب ووايي او په زابل کي د کرهڼې ترڅنګ مالداري هم وده وکړي:

«په زابل ولايت کې دوه سوه نهه شپېته زره پنځه سوه اووه پنځوس اعشاريه يو جريب مځکه کرهڼيزه او درې سوه اووه شپېته زره او سل هکټاره مځکه للمي ده، چې د سلګونو کروندګرو کورنيو ته يې ګټه رسيږي.»

د هغه په وینا د دې ترڅنګ د دوی مسلکي کارکوونکي په مياشت، اوونۍ او ان د ورځې په جريان کې بزگرانو ته د دوى د بېلا بېلو ستونزو د لېرې کولو په مقصد لازمې مشورې ورکوي او دغو مشورو ډېره ښه پايله هم لرلې ده.

د نوموړي په خبره د زابل ولايت پنځه اتيا سلنه اوسيدونکي په کرهڼه، پنځه په مالدارۍ او پاته نور يې په سوداګرېزه راکړه ورکړه لګيا دي.

فانوس زياتوي چې د زابل په مېزانه، خاک افغان، دايچوپان، شاه جوى او ځينې نورو سيمو کې خلک په باغونو او په پاته نورو ولسواليو لکه ښارصفاء، نوبهار، شملزي، اتغر او مرکز کلات کي بيا بزگران په مځکه بېلا بېل کرهڼيز توکي کري او له دې لارې لسګونه کورنۍ خپلو اولادونو ته يوه ګوله حلاله ډوډۍ پېدا کوي:

«زموږ د معلوماتو له مخې په سلو کې نوي زابليان له کښت کروندې څخه خپل اقتصادي ژوند تأمينوي او پاته نور دوکانداران او سوداګر دي. موږ له مرکز سره په تماس کي يو او هغوى راسره ژمني کړي دي، چې په دغه ولايت کې د بزگرانو له پاره د پر وخت اصلاح سوي تخمونه، کيمياوي سره او نور کرهڼيز مواد چمتو کړو.»

د زابل د کرهڼې په رياست کې د معلوماتي ټيکنالوژۍ مسؤل محمد حنيف فانوس د خپلو کارونو د ودې له پاره له کروندګرو څخه هم هيله کوي، چي په خپلو کروندو کې حلال کښت کرلو ته وده ورکړي. فانوس له بزگرانو غواړي، چي په خپل سر له درمل شيندلو او د هغه د کارولو څخه ډډه وکړي.

دى وايي چې د خپلو مسلکي کارکوونکو د نيکو مشورو او ښو لاسته راوړنو په لړ کې يې تر پنځه زره زيات نيالګي د غزني ولايت د سمسورتيا په موخه له هغه ولايت سره مرسته هم کړې او لا هڅه کوي، چې په زابل ولايت کې د کروندګرو اقتصادي وضعيت نور هم سم سي.

زابل د هيواد په سويل کې پروت جنګ ځپلى ولايت دى، چې اکثره خلک يې په کښت او مالدارۍ اخته دي. د دغه ولايت بادام، زردالو، انځر، شکر پاره او انګور د يادوني وړ دي، چې يو شمېر يې نورو ولايتونو او له هيواد څخه د باندې هم لېږل کېږي.