1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د روهنگيايانو د کښتۍ د ډوبیدو تلفات ښايي تر۶۰ اوښتي وي

۱۳۹۶ مهر ۷, جمعه

د جعمې په ورځ د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې وویل چې ښايي بنګله دیش ته پر لار له روهنګیا مهاجرو د ډکې کښتۍ د ډوبیدو تلفات تر۶۰ اوښتي وي.

https://p.dw.com/p/2kxh3
Leichen von Rohingya Flüchtlingen
انځور: Reuters/D. Sagolj

د مهاجرت د نړیوال سازمان ویاند، جویل میلمن په ژنیو کې خبریالانو ته د پنجشنبې ورځې د کښتۍ د ډوبیدو پیښې ته په اشاره وویل چې په دې پیښه کې د «۲۳ کسانو وژل کیدل تائید شوي او ۴۰ نور لادرکه دي او اټکل کیږي چې په اوبو کې ډوب شوي وي.»

نوموړي د پخوانۍ وړاندې شوي شمیر چې پکې د ۱۹ کسانو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی وو، په تازه کولو سره زیاته کړه چې د «وژل شوو کسانو مجموعي شمیر د۶۰ په شاوخوا کې دی.»

له دې پیښې څخه ژوندي پاتې شوو کسانو د مهاجرت نړیوال سازمان کارکوونکو ته وویل چې د دوی په کښتۍ کې د ۵۰ ماشومانو په ګډون شاوخوا ۸۰ کسان سپاره ول چې د میانمار د راخین په ایالت کې له تاوتریخوالي څخه تښتیدل. میلمن په دې هکله وویل چې «ژوندي پاته شوي کسان ټوله شپه له خوراکي توکو پرته په سمندر کې سفر کاوه.»

د کښتۍ د ډوبیدو دغه پیښه د تلفاتو د وروستیو پیښو په لړ کې تر ټولو تازه ده. روهنګیايي مهاجر غواړي ځانونه بنګله دیش ته ورسوي چیرته چې دوی د خیمو په داسې کمپونو کې ځای پر ځای کيږي چې له ګڼه ګوڼې ډک وي او له هر راز مرستو بې برخې ژوند تیروي.

تر دې مخکې عیني شاهدانو او ژوندي پاته شوو کسانو ویلي ول چې د دوی کښتۍ وروسته له دې چې موسمي بارانونو او تندو بادونو وهلې وه، یوازې څو متره د ساحل څخه لیرې په داسې اوبو کې وه چې لوړې څپې یې درلودې.

ملمن زیاتوي چې د کښتۍ کپتان یا چلوونکی کوم چې شکمن قاچاقبر دی لا تراوسه لا درکه دی او امکان لري چې وژل شوی وي. هغه وايي چې هغه د مهاجرت د نړیوال سازمان له خوا د ورکړل شوو وژل شوو کسانو په ډله کې نه دی ور زیات شوی. دغه سازمان یوازې د مهاجرو مرګ ژوبله ثبتوي.