1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا نوي بڼې په اړه خبرداری ورکړی

۱۴۰۲ مرداد ۳۱, سه‌شنبه

د کرونا ویروس نوي بڼي کار پوهان اندېښمن کړي دي. د روغتیا نړیوال سازمان دا بڼه طبقه بندي کړې ده چې په اسرائیل، ډنمارک او متحده ایالاتو کې د «تر څارنې لاندې» بڼو کې موندل شوې ده.

https://p.dw.com/p/4VRss
Das Leben in ehemaligen Pandemie-Hotspots heute
انځور: DW

ويروسپوهانو او د روغتيا نړيوال سازمان (ډبليو اچ او) د روان کال په مني او ژمي کې د کرونا ويروس د يوې نوې څپې د احتمال په اړه خبرداری ورکړی دی.

ویل کیږي چې دکرونا ویروس نوې بڼه د (بي آ ۲.۸۶) د اومیکرون څخه سرچینه اخیستې او تر دې دمه ۳۶ ډوله بدلون يې پيژندل شوی دی. ويروسپوهان د دې بڼې د موټېشن لوړ حرکت د هغې د ځانګړتياوو په توګه گڼلی او وايي چې د دې بڼې د موټيشن توان د پخوانيو بڼو په پرتله لوړ دی.

د روغتیانړیوال سازمان په دې اړه ویلي: «تر اوسه څرګنده نه ده چې دا نوې بڼه څومره پراخه ده. خو د کرونا ویروس د دې ډول بدلونونو شمېر موږ دې ته اړ کړو چې ځانګړې پاملرنه وکړو.»

د (بي آ ۲.۸۶) بڼې بدلون څو ورځې وړاندې په اسرائیل کې د لومړي ځل له پاره کشف شو.

همدارنګه، په دې برخه کې نورې پيښې په متحده ایالاتو او ډنمارک کې کشف شوي دي او د لابراتواري پايلو په ارزونو او شننو کې په گوته او پیژندل شوي دي.خو ویروسپوهان په دې باور دي چې احتمالاً د دې ډول کرونا ویروس ډیرې پیښې به شتون لري.

یو امریکايي ویروولوژیست او ایپیډیمولوژیست وايي: «کابو ټول بدلونونه د انټي باډیزونو څخه د تیښتې وړتیا لري.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب