د روسیې پوځ له قبایلې سیمو لیدنه کړې
۱۳۹۶ فروردین ۱۱, جمعهد پاکستان پوځ په یوه بیانیه کې ویلي دي چې د روسیې پلاوي د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان د پوځ د لاس ته راوړنو ستاینه کړې ده. تر دې مخکې روسي ځواکانو د پاکستان له پوځ سره په ګډه پوځي تمرینات هم کړي دي.
روسیه د پاکستان د رقیب هیواد هندوستان، یو له نزدې متحدینو څخه بلل کیږي. پاکستان بیا امریکا متحدو ایالاتو ته ډیر نزدې دی.
په داسې حال کې چې اسلام آباد په وروستیو وختونو کې مسکو ته د نزدې کیدو په موخه تدابیر نیولي دي. روسیې بیا پاکستان او چین ته بلنه ورکړې ده چې د افغانستان په اړه خبرو اترو کې چې کوربه توب يې مسکو کوي، ګډون وکړي.
مسکو به د اپریل مياشتي پر۱۴مه نیټه یووار بیا د افغانستان په اړه خبرو اترو کوربه وي.
په دغو مشورتي خبرو کي پاکستان، افغانستان، هندوستان، ایران، چین او د مرکزي اسیا هیوادونو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
امریکا متحدو ایالاتو ویلي دي چې په دې غونډه کې به ګډون و نه کړي.
زموږ له ارشيف څخه: