1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسیې او آلمان مشرانو اوږدې محرمانه خبري وکړې

شمس الرحمن ناصر / آژانسونه۱۳۹۳ آبان ۲۵, یکشنبه

په اوکراین کې د جدايي غوښتونکو څخه ملاتړ د روسیې او لویدیځ تر منځ د اختلاف سبب گرځیدلی دی. اوس د آلمان صدراعظمه کوښښ کوې چې د روسیې ولسمشر د سیاست پر بدلولو قانع کړي.

https://p.dw.com/p/1DoFl
انځور: picture-alliance/dpa/Nietfeld

د شنبې په ماښام (د نومبر میاشتې ۱۵مه) د آلمان صدراعظمې انګېلا مرکل د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين سره د (G20) غونډي تر څنګ ملاقات وکړ. په ياده غونډه کي د صعنتي او صنعتي کېدو په درشل کي د نړۍ تر ټولو پياوړو شلو هيوادونو ګډون درلود. دغه غونډه چي د آسټراليا په بريزبن ښار کي جوړه سوې وه، دوې ورځي يې دوام وکړ. مرکل د پوتين سره په هغه هوټل کي تقريبا ۴ ساعته خبري وکړې چيري چي پوتين قيام کړی ؤ. د دغو اوږدو خبرو اترو د محتوا په هکله تر اوسه پوري رپوټونه نه دي ورکول شوې، خو د اهمیت په برخه کې يې هیڅ ډول شک او تردید نه دی موجود.

د روسیې او لویدیځو هیوادونو په اړیکو کې ښکاره ترنګلتيا رامنځته شوې ده چې د « سړې جگړې» فضاء تمثیلوي. مرکل د (G20) په غونډه کې د روسیې د خاورې پراخولو پر سیاست نیوکه وکړه چې د اوکراین څخه تر گرجستان پورې مشهوده ده. پوتین د غونډې په جریان کې ټول وخت نا آرامه او عصباني ښکارېده او د روسي سرچینو په حواله په دې فکر کې وو چې ژر تر ژره له کنفرانس څخه ووزي او روسيې ته بیرته ستون شي.

پوتین په دې غونډه کې له هرې خوا له سختو انتقادونو سره مخامخ شی وو. د استرالیا ولسمشر د روسیې له دولت څخه غوښتي ول چې د جولای په ۱۷ د اوکراین په فضاء کې د مالیزیایې مسافر وړونکي الوتکې د راغوځول کیدو په هکله بخښنه وغواړي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما په خپلو خبرو کې روسیه د نړۍ له پاره د یوه نوې خطر په توگه ارزیابي کړه. د روسیې او اوکراین تر منځ د مناقشې په ترڅ کې لویدیځوالو په ښکاره ډول د اوکراین پلوي کوله.

د لویدیځ پر «یو طرفه قضاوت» نیوکه

G20 Gipfel 15.11.2014
انځور: Reuters

ولادیمیر پوتین د اول په نامه آلماني تلویزونې شبکې سره په خبرو کې وویل:« مهمه خبره دا ده چې مسالې ته باید د یوه اړخه ونه کتل شي». نوموړي نیوکه وکړه چې لویدیځ د اوکراین پر جگړه غوښتونکو اقداماتو سترگي پټې کړي دي.

پوتین پوښتنه وکړه:« آیا تاسې غواړئ چې د اوکراین دولت هر څه یعنې ټول مخالفان او سیاسي رقیبان نیست او نابود کړي؟ مونږ داسې نیت نه لرو او داسې یو څه ته اجازه هم نه ورکوو.» نوموړي زیاته کړه، د روسيې دولت ژمن دی چې د اوکراین په ختیځ کې د جدايي غوښتونکو د ماتې مخه ونیسي.

د څو میاشتو راهیسې د اوکراین دولت او جدایې غوښتونکي یو بل د مالیزیایې مسافر وړونکي الوتکې پر راغورځولو تورنوي. په دغې راغورځول شوې الوتکه کې د ۳۰۰ په شاوخوا انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د(G20) تر کنفرانس لږ څه مخکې د روسیې دولتي تلویزون د دغې دردونکي پيښې په هکله یو نوی رپوت خپور کړ. په دغه رپوټ کې د نوو انځورونو په خپرولو سره ادعا شوې وه چې راغورځول شوې مالیزیایې الوتکه د اوکراني ځواکونو له خوا غورځول شوې ده.

ولادیمیر پوتین د روسیې خارجي سیاست پر هغه مسیر روان کړی دی چې له لویدیځ سره د سازش او نږدې کیدو جانس یې ورځ تر بلې کمیږي. د آلمان صدراعظمې له ولسمشر پوتین سره په خپلو اوږدو خبرو کې هڅه کوله چې د کړکیچ د زیاتیدو مخه ونیسي. خو تر اوسه پورې نه ده څرگنده چې مرکل په خپل دې ستونزمنه دنده کې تر کومې اندازې بریالۍ شوې ده.