1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسيې د نفوذ ساحه په پراخېدو ده؟

۱۳۹۶ اسفند ۱۹, شنبه

د روسيې او متحده آيالاتو تر منځ روابط له مداخلې څخه تر ترينګلتيا پورې غځيږي. خو په نوره نړۍ کې بيا د روسيې نفوذ په څه حالت کې قرار لري، په داسې حال کې چې د روسيې نفوذ له اروپا تر آسيا پورې غځېدلی دی.

https://p.dw.com/p/2u4zS
Symbolbild USA Russland Konflikt
انځور: Imago

روسيه د امريکا له متحده آيالاتو سره وېشلي او تقريبا دوه مخيز روابط لري. له يوې خوا داسې ښکاري چې روسيې د اوسنيو پلټنو په حواله د رياست جمهورۍ په انتخاباتو کې د ترمپ په نفع مداخله کړې وي. خو له بلې خوا بيا د ترمپ د دورې په شروع کېدلو سره د دواړو هېوادونو تر منځ روابط ترينګلي شوي دي. د امريکا تر څنګ د نړۍ په نورو ځايونو کې هم د روسيې نفوذ زيات شوی دی. دا په داسې حال کې چې د مارچ مياشتې په سر کې پوتين خپل ملت ته په خطاب کې ويلي وو چې نوي او نه ماتېدونکي اتومي توغندي به د لويديځ په لور ودرول او متوجه کړل شي. د هغه په خبره دغه کار د راکټي دفاع له تړون څخه د متحده آيالاتو د وتلو په غبرګون کې شوی دی. د امريکا متحده آيالاتو د دغه ګام له کبله څه حيرانتيا ونه ښودله. ولسمشر ترمپ د نويو اتومي توغنديو د جوړولو اعلان وکړ چې د چاودنې وړتيا يې «محدوده» ده. سياستپوهې، زوزانه شپان، له دويچه ويله سره په خبرو کې داسې وويل چې پوتين غواړي له متحده آيالاتو سره په ارتباطاتو کې د خپل هېواد قدرت لا پسې غښتلی کړي.

نژدې ختيځ
د روسيې دغه هڅه څو بېرته يو طاقتور سياسي لوبغاړی جوړ شي، تر ټولو زيات په نژدې ختيځ کې معلوميږي. روسيه په پراخه کچه د سوريې له ولسمشر بشار الاسد څخه ملاتړ کوي، يعنې هغه چا څخه چې د خپل ولس د ځينو ډلو پر ضد جګړه کوي. د مسکو دغه کوښښونه ډېر عوامل لري: تر ټولو مهم هدف يې دا دی چې د مديترانې په سيمه کې يوه پوځي اډه ولري. خو له بلې خوا بيا روسيه په دغه سيمه کې داسې لوبغاړی جوړ شوی دی چې هيڅوک يې له پامه نه شي غورځولی. د اسد له بل حامي ځواک، ايران سره يو ځای اوس روسيه د ايران او اسرائيل تر منځ په پرته سيمه کې خورا ډېر نفوذ لري. په عراق، سوريه او د ايران په واسطه د حزب الله له طريقه په لبنان کې هم د روسيې خبره د سوريې د جنګ د شروع کېدلو تر مخه د وختونو په مقايسه اوس زيات اهميت لري. په ترکيه کې هم چې د جنورۍ په مياشت کې يې د سوريې په شمال کې مداخله وکړه، د روسيې خبره اهميت لري. د امريکا متحده آيالاتو د اوباما په دوره کې له نژدې ختيځ څخه تر ډېره شاتګ کړی وو. دغه تشه اوس روسيه په وار وار پسې ډکوي.
منځنۍ او ختيځه اروپا
د شوروي د امپراتورۍ له پخوانو تابع هېوادونو سره روسيه تر ډېره ستونزمن روابط لري. مثلا ليتوانيا د اوکراين د کړکېچ راهيسې له روسيې سره تقريبا هيڅ نوع سياسي ارتباطات نه پالي. تقريپا ۶۵ سلنه ليتوانيايان روسيه «نامقبول» همسايه بولي، په داسې حال کې چې ۱۸ سلنه دا خبره نه ردوي چې روسيه به يې کېدای شي هېواد اشغال کړي. هغوی له دې کبله خوشحاله دي چې د ناټو تقريبا زر عسکر اوس په ليتوانيا کې مېشت شوي دي.

آلمان
له آلمان سره هم روسيه د اوکراين د کړکېچ راهيسې ستونزمن روابط لري. آلمان د اروپايي ټولنې له خوا د وضع شويو تجارتي بنديزونو ملاتړ کوي سره له دې چې خپله ورڅخه تر ډېره کړيږي. تقريبا ۴۰ سلنه تجارتي خسارات يې آلمان ته اوړي. د سوسيال دموکرات ګوند د بهرنيو چارو سياستوال، رولف مويڅنيش، له دويچه ويله سره په خبرو کې ويلي دي چې آلمان به سره له دې هم د روسيې له خوا د کريميا د الحاق او د اوکراين د کړکېچ له کبله خپل انتقادي نظر ته ژمن پاته شي.

آسيا
له اروپايي اتحاديې سره د اړيکو په سړېدلو سره روسيه اوس په زياتېدونکي ډول چين ته مراجعه کوي. دواړه هېوادونه غواړي چې خپل تجارتي ارتباطات نور هم وغځوي. روسيه غواړي چې د «ورېښمو په نوې لاره کې» ونډه واخلي. د دغې تر ډېره چينايي اروپايي تجارتي لارې ګټې بايد له دې مخې د روسيې له اقتصاد سره هم مرسته وکړي. په سياسي لحاظ دواړو هېوادونو يوه ورته لاره غوره کړې ده، يعنې له انتقاد کوونکو او مخالفينو سره له مطلق اقتدار څخه کار اخيستل او په بهر کې له خپلو علايقو څخه کلک او قاطع پلويتوب.

China Gipfel Neue Seidenstraße in Peking
روسيه غواړي چې د «ورېښمو په نوې لاره کې» هم ونډه واخليانځور: Reuters/D. Sagoli

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه (20.02.2018):