1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روزگان ولايت د هوايي ډگر رنوې جوړه سوه

۱۳۹۰ اردیبهشت ۴, یکشنبه

د روزگان ولايت په هوايي ډگر کي د الوتکو د رنوي ليکه د امريکا هيواد په مالي اوتخنيکي مرسته د ٢٨مليونه امريکاي ډالرو په لګښت جوړه او ګټي اخيستني ته چمتوسوه.

https://p.dw.com/p/113CL
يوه الوتکه د کښيناستو پر مهال
يوه الوتکه د کښيناستو پر مهالانځور: AP

دغه رنوې چي ٢٨،٥متره بر او ٢٢٥٠متره اوږدوالی لري په نړيوال ستنډرډ جوړه سوې چي هرډول الوتکي کولای سي پروخت وزمان خپل پروازونه وکړي.

د ارزګان ولايت د الوتکو د رنوي د افتتاح په مراسموکښي د استراليا هيواد سفير.د ترانسپورت د وزارت معين مهدي سعيدي. د ارزګان والي او ګن شميرد قومونو استازي او د قومونو مشرانو ګډون درلودی.

د هغه ولايت والي ښاغلي محمد عمرشيرزاد د الوتکو د رنوي جوړول دارزګان ولايت پراقتصادي ،سياسي او اجتماعي برخو باندي ډير اغيزناک ګام وباله.

د ترانسپورت د وزارت معين ښاغلي مهدي سعيدي هم وويل چي ددې ليکي په جوړيدو سره ارزګان ولايت د پلازمېني کابل او د افغانستان د نورو ولاياتوسره ونښلول سو.

د ارزګان ولايت د قومونو په استازيتوب ددغه ولايت د ولايتي شورا رئيس امان الله هوتکي هم پدغه ولايت کښي د الوتکو د پروازونو لپاره د رنوې جوړول ددغه ولايت او اسيدونکو د ژوندانه لپاره يوښه بدلون وباله او هيله يې څرګنده کړه چه دغه ولايت د هوايي ترانسپورت له لاري ښه ترآ د نورو ولاياتو سره ونښلول سي.

د يادوني وړده چي د ارزګان په هوايي ميدان کښي تراوس مهاله دا ډول د الوتکو د پراوزونو رنوې نه درلوده. يوازي او يوازي هليکوپتر الوتکي کولای سوای چي په دغه هوايي ميدان کښي کښيني او پروازونه وکړي.

حکمت الله اسلمي/ کندهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل