1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

د راشد خان د لوبې ستاینه

۱۳۹۷ خرداد ۷, دوشنبه

د نوي زيلاند د کریکټ لوبډلې مشر ویلي ډي چې راشد خان کولای شي په تست لوبو کې هم د شل اوریزو لوبو په څیر وځلیږي. هغه راشد خان داسې لوبغاړی بللی دی چې په هره برخه کې ښه ځلیږي.

https://p.dw.com/p/2yRTQ
Cricket Rashid Khan
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/J. Brady

راشد خان د هندوستان په کورني لیګ یا IPL کې هم د توپ اچولو او هم د توپ وهلو په برخو کې ډیر ښه وځلید او پای لوبې ته د خپلې لوبډلې په رسولو کې یې ډیر ونډه لرله. پر دې سربیره راشد خان په ډګر ساتنه کې هم خپله وړتیا وښووله او په دې ترتیب سره دIPL د سږنیو لوبو یو له مهمو لوبغاړو څخه شو.

تر IPL وروسته به راشد خان د هندوستان پر وړاند د افغانستان په لومړي تست لوبه کې ولوبیږي چې پنځه میاشتې وروسته ترسره کیږي. تر هغه مخکې افغانستان له بندګله دیش سره شل اوریزه لوبې هم ترسره کوي.

کین ویلیمسن چې په سن رایزر حیدرآباد لوبډله کې د راشد خان لوبډلمشر وو، په پای لوبه کې تر ماتې خوړلو وروسته خبریالانو ته وویل: «هغه د نړۍ په کچه لوبغاړی دی. دا موضوع موږ ته په دې لوبو کې روښانه شوه.»

ویلیمسن زیاته کړه: «دا ډیره ښه خبره ده چې هغه به اوس یو څه تست لوبې وکړي. زه فکر کوم چې له هغه سره مخامخیدل د هر چا له پاره يو چيلينج دی، خو یو په زړه پوري چيلينج. ځکه راشد خان په کریکټ کې د نړۍ يو له غوره توپ اچوونکو څخه دی.»

راشد خان تیرکال د کریکټ په نړۍ کې ځان په خپله ښې لوبې سره مطرح کړ. هغه اوس په شل اوریزو لوبو کې د نړۍ تر ټولو غوره توپ اچوونکی دی. په مارچ میاشت کې راشد خان په یو ورځنیو لوبو کې ۱۰۰ ویکټو ته تر ټولو ژر رسیدونکی لوبغاړی شو.

په جنوري میاشت کې سن رایزر حیدرآباد هغه په ۱،۳۲ میلیونه ډالره واخیست او دغه ځوان لوبغاړي په ۱۷ لوبو کې د ۲۱ ویکټو په ترلاسه کولو سره خپل دغه لوړ قیمت توجیه کړ.

راشد خان سږ کال په IPL کې وښووله چې پر توپ اچوولو سربیره، توپ وهنه هم کولای شي. هغه په نیمه پای لوبه کې په ۱۰ توپونو ۳۴ منډي جوړې کړې. په همدې لوبه کې هغه درې ویکټې واخیستې، دوه کیچونه یې وکړل او په یوه رن اوټ کې یې ونډه لرله. د لوبې په جریان کې د هندوستان د توپ وهني مشهوره لوبغاړي سچن تندولګر، پر خپله تویتر پاڼه ولیکل: «زه په دې کې هیڅ شک نه لرم چې هغه [راشد خان] د نړۍ تر ټولو غوره ورو توپ اچوونکی دی...هغه د توپ وهنې مهارت هم لري.»

خو په پای لوبه کې راشد خان د «چنای سوپر کینګز» لوبډلې پر وړاندي کومه ویکټه ترلاسه نه کړه. که څه هم هغه ویکټي ترلاسه نه کړې خو په څلورو اورونو کې په ۲۴ مڼدو ورکولو سره د هغه لوبه بیا هم وستایله شوه. کین ویلیمسن وویل: «زبردست توپ اچوونکی... هغه په هره برخه کې وړتیا لري. ډیره ښه خبره وه چې هغه زموږ په لوبډله کې وو. راشد خان یو ډیر ښه کال تیر کړ.»