د رادکو ملادیچ له نیولو څخه نړیوال هرکلی سوی
۱۳۹۰ خرداد ۶, جمعهد پنځه لس کلونو وروسته بالاخره د صربستان پوليس وتوانيد چي د پخواني يوګوسلاويي په جګړي کي په بشري او جنګي جناياتو تورن صربي راتکو ملاديچ ونيسي. د هغه له نیولو څخه په نړيواله سویه هرکلی شوی دی. د ملګرو ملتو عمومی منشی وویل چی د ملادیچ نیول د نړیوالی محکمی لپاره یو ستر بریالیتوب دی.
د صربستان ولسمشر، بوريس تاديچ، يوي خبري غونډي ته وويل: «د صربستان د جمهوريت په استازيتوب اعلانوم چي نن راتکو ملاديچ ونيول شو. د هغه د تسليمولو پروسه روانه ده.»
د پخواني يوګوسلاويي لپاره د جنګي جناياتو د پلټني يوه ځانکړي نړيواله محکمه چي مقر يي په دنهاګ کي دي د هغه غوښتونکي وه. د صربستان ولسمشر زياته کړه چي ملاديچ به نوموړي محکمي ته وسپارل شي.
هغه وويل: «د نوموړي نيول د دنهاګ له تريبونال سره د بشپړي همکاري نتيجه ده. مونږ تل په خپلي ستراتيژي او په هر هغه کار باندي چي په دي پروسه کي يي فعاليت کاوه، باور درلود. نن مونږ د خپل وروستي تاريخ يوه فصل بشپړ کړ چي له دي سره په سيمه کي له بشپړي پخلايني لپآره يو ګام وړاندي واخيستل شو.»
د صربرينيسا د عام قتل طراح
راتکو ملاديچ د بوزنيا د 1992 تر 1995 کلونو په جګړي کي د صربي ځواکونو قوماندان ؤ او د جګړي څخه وروسته له 1995 کلونو را په دي خوا هغه فراري پاتي شوي دي. په هغه باندي تورلګيدلي دي چي د صربرينيسا د ولس وژني په غمجنه پيښه کي يي لاس درلود.
د ملګرو ملتو نوموړي محکمي هغه د صربرينيسا د ولس وژني طراح ګڼلي دي. په دغه سيمه کي د 1995 کال د جولاي په مياشت کي 8000 مسلمان نارينه ځوانان سره ټول کړاي شول او وروسته ووژل شول چي دا د اروپا په تاريخ کي وروسته له دوهمي نړيوالي جګړي تر ټولو بدغوني جنايت ګڼل شوي دي.
په ملاديچ باندي دغه راز تور لګول شوي چي هغه د قومي تصفيي د کمپاين د يوي برخي په توګه د بوزنيا د مسلمانانو د نيولو او وژلو لپاره مرکزونه او کمپونه جوړ کړي ؤ. انتظار کيږي چي هغه ډير ژر په دنهاګ کي نړيوالي محکمي ته وسپارل شي چيرته چي هغه به د جنګي او د بشريت پر ضد د جناياتو په تور محاکمه شي.
د اروپا په اتحاديه کي د صربستان روښانه راتلونکي
69 کلن ملاديچ تر 2000 کال پوري د پخواني يوګوسلاويي د ولسمشر، سلوبوداچ ميلوسيويچ، د واکمني په موده کي په بلګراد کي په آزاده توګه ژوند کاوه.
د اروپا په اتحاديه کي د صربستان د شموليت لپاره د د ملاديچ نيول يو مخکي له مخکي شرط ايښودل شوي ؤ.
د اروپا اتحاديي د هغه د نيولو د خبر هرکلي کړي. د هغي اتحاديي د کميسيون يو وياند په بروکسل کي خبريالانو ته وويل: «که چيري دا خبره رښتيا وي، نو کولاي شو چي ووايو، صربستان له خپل تاريخ او خلکو سره د پخلايني پر اهميت پوه شوي دي او تصميم لري چي د اروپا تګ لاري ته ځان نورهم نژدي کړي.»
د سويدن صدراعظم کارل بيلت وويل: « ښکاره ده چي دا يو مهمه خبره ده. مونږ اوس کولاي شو چي په اروپا کي د يو غمجن تاريخ فصل وتړو. او د اروپا په اتحاديه کي د صربستان د غړيتوب ته لاره اواره شوه.
آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکي: مسعود جهش