1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دې ځایي اتل هدف د ماشومانو د ژوند ژغورل دي

دویچه ویله۱۳۹۴ آذر ۳۰, دوشنبه

په تلسيمیا اخته ناروغانو ته که پر وخت وینه و نه رسیږي کیدای شي مړه شي. اکرام الله اکرام په ننګرهار ولایت کې په دې ناروغۍ اخته ماشومانو ته پر وخت وینه رسوي. هغه د ډېرو له پاره ځایي اتل دی.

https://p.dw.com/p/1HR6P
Afghanistan Mitglieder der Life Foundation
انځور: DW

ډېر ماشومان له پیچکاریو سخته ویره لري، خو نهه کلن صحراني پوهیږي چې ژوند یې د پیچکاریو په ستنو پوري تړلی دی. هغه که څه هم ماشوم دی خو پوهیږي چې که په هرو لسو ورځو کې یو وار وینه وا نه خلي، نو روغتیایي ستونزې به یې ډیري شي او ژوند به يې وگواښي.

صحراني د وینې په یو ډول ناروغۍ چې تلسيمیا نومیږي، اخته دی. د هغه بدن که څه هم وینه تولیدوي خو په وینه کې یې په کافي اندازه سرې کرې نه وي، او له همدې کبله، که ورته د یوه بل کس وینه ور نه کړل شي، نو خپل قوت له لاسه ورکوي، تبه پر راځي او که دا حالت دوام پیدا کړي نو ژوند بايلي.

په تلسیمیا یو اخته ماشوم
په تلسیمیا یو اخته ماشومانځور: DW

صحراني له خپل پلار سید عبدالظاهر سره په جلال آباد ښار کې اوسي. پلار یې وایي چې له ماشوموالي صحراني ته وینه ورکوي: «دی لا د درو میاشتو وو چې دغه تکلیف ورته پیدا شو. کله چې مې ډاکټر ته وروست نو راته ويې ویل چې دی تلسیمیا دی.»

وینې ته د تلسیمیا ناروغانو اړتیا د هغوی د عمر له ډېرښت سره زياتيږي. صحراني لومړی په یوه میاشت کې یوه اندازه ویني ته اړتیا لرله، بیا دغه موده شلو ورځو ته راکښته شوه خو اوس باید په هرو لسو ورځو کې یووار وینه ورکړل شي: «لس یا دولس ورځې وروسته چې ورته وینه ور نه کړو، نو بیا پروت یې او وضعیت یې خراب وي.»

د وینې موندل اسانه نه وي

خو دومره ژر د وینې موندل، اسانه کار نه دی، ډیرو پیسو او امکاناتو ته اړتیا لري. د صحراني پلار د خپل زوی د ژوند له پاره او هغه ته د وینې رانیولې د پیسو چمتو کولو له کبله آن د خپل کور خرڅولو ته اړ شو. له دې کبله چې په ننګرهار کې ډیر وخت صحراني ته د وینې ورکولو له پاره څه نه چمتو کیدل، نو عبدالظاهر ډیر وخت دې ته اړ کیده چې خپل زوی یوازي د وینې د ترلاسه کولو له پاره پاکستان ته بوزي. خو اوس عبدالظاهر لږ تر لږه په ننګرهار کې د وینې موندلو په برخه کې ستونزه نه لري: «اوس یوه ټولنه ده چې ما یې غړي کله لیدلي هم نه دي او یوازې د راډیو له لاري مې د هغوی اړیکې ترلاسه کړې دي، را ته وینه برابروم. چې وینه مو پکار وي ورته زنګ وهم او هغوی بیا سهار یو څوک معرفي کوي.»

اکرام الله اکرام
اکرام الله اکرامانځور: DW

هغه ټولنه چې له عبدالظاهر او د هغه له زوی سره مرسه کوي، «ژوند ټولنه» نومیږي چې یو کال دمخه د اکرام الله اکرام او د هغه د ځينو ملګرو له خوا جوړه شوې ده. دغه ټولنه په درو برخو کې کار کوي: د تلسيمیا ناروغانو او نورو کسانو ته وینه برابروي، د یتیمانو له کورنیو سره مرسته کوي او غواړي چې کارګر ماشومان ښوونځيو ته واستوي او د هغوی کورنیو ته پیسې ورکړي.

اکرام پخپله د ننګرهار په پوهنتون کې محصل دی خوا وایي چې کله یې ولیدل چې په تلسیمیا اخته ماشومان چې د ده په وینا په ننګرهار ولایت کې یې د راجستر شویو شمیر ۲۵۰ تنو ته رسیږي، د وینې د نه شتون له کبله خپل ژوند بايلي، نو د دې ټولني د جوړولو پریکړه یې وکړه: «په تیرو وختونو کې په دولتي روغتون کې یوه ناروغه چې په تلسیمیا اخته وه، د وینې د نه شتون له کبله مړه شوه. موږ تر همدې پیښي وروسته پریکړه وکړه چې دا ټولنه جوړه کړو.»

اکرام او ملګرو لومړی د خپلې وینې ګروپونه معلوم کړل او بیا یې د اعلانونو د کولو له لارې نور رضا کاران هم له ځان سره ثبت کړل چې اوس یې شمیر ۱۷۰۰ تنو ته رسیږي. هغوی د خپل کار له پیل راهیسې د تلسیمیا او نورو ناروغانو ته ۳۰۰۰۰۰ زره سي سي وینه ورکړې ده.

ژوند ټولنه

ژوند ټولني همداراز له بیلابیلو کسانو او ځایونو څخه د مرستو په راټولولو له نژدې۹۰ کورنیو سره د خوراکي موادو مرسته کړې ده. خو د ژوند ټولنه پر یوې بلې پروژې هم کار کوي چې په ترڅ کې به یې هغو ماشومانو ته د زده کړې شرایط برابر کړي: «موږ هر ماشوم ته یو دونر پیدا کوو چې د دوی کورنۍ ته په هغه اندازه پیسې ورکړو چې دوی یې د کارکولو له لاري پیدا کوي. د دې په بدل کې به یې کورنۍ هغه ماشومان ښوونځي ته واستوي.»

خو د تلسیمیا د ناروغانو دایمې درملنه، ماشومانو ته په دوامداره توګه د وینې ورکول نه دي. بلکې که دغه کار دوام ومومي نو ماشوم له کبله چې نا تصفیه شوې وینه ترلاسه کوي، له نورو روغتیایي ستونزو سره مخامخيږي. په دې ناروغۍ اخته کسان باید د ستونزي د دایمې حل له پاره «د هډوکو د مغز د لیږد عملیات» وکړي چې په افغانستان کې تر اوسه پوري نه کیږي او په نورو هیوادونو کې یې هم لګښت ډېر دی. ژوند ټولنه غواړي په اوږده موده کې په ننګرهار ولایت د تلسیمیا د درملنې یو مرکز جوړ کړي.

پر دې سربیره، تلسیمیا ډیر وخت د هغو کسانو په کورنیو کې پیدا کیږي چې له خپلو نزدې خپلوانو سره یې واده کړی وي. دغه کورنۍ باید تر واده دمخه خپله وینه معاینه کړي، څو په دې پوه شي چې آیا په راتلونکې کې یې ماشومان په تلسیمیا اخته کیدای شي او که نه. ژوند ټولنه پر دې موضوع د افغانانو د پوهاوي له پاره هم کار کوي او د کورنیو په منځ کې کمپاینونه کوي.

اکرام الله اکرام او د هغه ملګري د خپل دې کارونو له پاره د ډیر شمیر کسانو او په ځانګړې توګه د صحراني په څیر ناروغانو له پاره اتلان دي. د همدې ټولنې د فعالیتونو له کبله دي چې اوس صحرانۍ ژوند ته لا ډیر هیلمن شوی او د دې پوښتنې په ځواب کط چې په راتلونکې کې غواړي څه وکړي په خپل ماشومانه غږ وایي: «چې لوی شم غواړم خپل هیواد ته خدمت وکړم.»