«د دولتي مځکو په غصب کي کابل ښاروال لاس لري»
۱۳۹۲ دی ۱۸, چهارشنبهله هغه وروسته چي په کابل کي پر دولتي مځکو باندي د هسکو ودانيو او ښارګوټو د جوړولو په اړه د ولسي جرګې د ښاروالۍ چارو کمېسيون ته شکايتونه ورسېدل، دغه کمېسيون د دغي موضوع د څېړلو له پاره يو استازی وټاکي.
دغه څېړونکي استازي د ولسي جرګې د چهارشنبې ورځي (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۸) عمومي غونډې ته په خپل راپور کي وويل چي د کابل ښاروال محمد یونس نواندیش په امر پر زیاته اندازه دولتي ځمکو باندي دنګي ودانۍ او ښارګوټي جوړ شوي دي.
ولسي جرګې پریکړه وکړه چی کابل ښا روال انجینر نواندیش به ددې جرګې د راتلونکي اوونۍ عمومي غونډي ته د استجواب په موخه وروغواړي.
د کابل ښاروالۍ چارو د څېړونکي استازي يوه غړي موسی خان نصرت وویل، د دوی څېړنې ښيي چې پر دولتي ځمکو زیاتره هغو کسانو هسکي ودانۍ جوړي کړي دي چې جعلې قبالې ورکړه شوي دي:
«مونږ اسناد لرو چې کابل ښاروال ناقانونه کارونه کړي دي. یو یې دادی چې د سیلو مخ ته د دولتي ځمکي جعلي قباله جوړه شوې ده او ځینو کسانو ته يې امر ورکړی دی چې هسکي ودانۍ وربا ندي جوړي کړي.»
تردې دمخه د ولسي جرګې د ځمکو د غصب د څېړلو ځانګړي کمېسیون ویلي ول چي په ټول هېواد کې نزدې دوه میلیونه جریبه ځمکه پنځلسو زرو زورواکانو لاندي کړې ده، چې له دې جملې څخه یوازي په کابل کې ۲۳ زره جریبه ځمکه غصب شوې ده.
د کابل ښاروالۍ چارو د څېړني استازو ځینو غړو وویل چې د کابل ښاروال هم باید د ځمکو د غاصبینو په لیست کې شامل شي.
ددغه پلاوي یوه غړي انجنیر صاحب خان وویل داسې اسناد یې موندلي چې دولتي استملاک شوي ځمکي ښا روال په ناقانونه توګه شخصي خلکو ته ورکړي او د دوی د څېړنو په ورستیو ورځو کې یې د دغو او نورو ځمکو د اسنادو څېړني اجازه هم نه ده ورکړې:
«موږ د ۱۵ ورځو په اوږدو کې ډیر اسناد ترلاسه کړل خو په پای کې ښاروال موږ ته د نورو څېړنو اجازه را نه کړه او د ښاروالی یو مامور یې هم چې زموږ سره یې مرسته کوله له دندې ګوښه کړ.»
په همدې حال کې د ولسي جرګې د مواصلاتو مخابراتو او ښاروالیو چارو کمېسیون مشر قیس حسن وویل چې ځینو چارواکو د کابل ښاروال په ننګه له هغوی څخه غوښتي دي چې د کابل ښاروالي کارکړنې دې نه څیړي.
حسن د دغو چارواکو نومونه په ډاګه نه کړل خو دومره یې وویل چې د دغه کار له امله د ښاروالۍ ځینو مامورینو ورته ګواښونه هم کړي دي.
د دويچه ويله خبريال هڅه وکړه چې پر کال ښاروال د ولسي جرګې د وروستیو تورونو د سپیناوي په موخه د هغوی غبرګون هم واخلی خو د مکررو اړیکو سره سره بيا هم هغوی جواب ویلو ته حاضر نه شول.
د کابل ښاروالی ځینو چارواکو وویل چې ښاغلی نواندیش اوس مهال له هيواد څخه دباندی په سفر تللی دی.