د دوستم د څو ساتونکو د نیولو امر شوی
۱۳۹۵ بهمن ۵, سهشنبهجنرال عبدالرشید دوستم، د ولسمشر اشرف غني له پاره له لومړي سره د قدرت یو جنجالي شریک وو. کله چې اشرف غني په ۲۰۱۴م کال کې دوستم د خپل لومړي مرستیال په توګه ونوماوه، پرې سختي نيوکي وشوې.
پر دوستم باندي اوس تور لګول شوی دی چې خپلو ساتونکو ته یې د خپل سيال احمد ايشچي د نيولو امر کړی وو. ایشچي بیا ادعا کوي چې دوستم او کسانو یې هغه وهلی او جنسي زورزیاتی يې ورسره کړی دی.
ولسمشر غني په دې پیښه کې د هراړخیزو څیړنو ژمنه کړې ده. دغي پیښي په کابل کې د لویدیځو هیوادونو په سفارتونو کې هم ژورې اندیښنې راپارولي دي. امریکا متحدو ایالاتو په دې اړه یوه بیانیه هم خپره کړې ده.
د لوی څارنوالي چارواکو د دغو کسانو د نیولو امر تائيد کړی دی او زیاته کړې یې ده چې تر دې مخکې یې څو واري له هغوی څخه د پوښتنو گروېږنو هڅه کړې وه.
د لوی څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي، ویلي دي: «موږ هغوی ته څو واري مکتوبونه واستول چې د تورونو په اړه پوښتنو گروېږنو ته ځواب ووایي، خو هيڅوک هم حاضر نه شول. له دې کبله څېړونکي ډلي د هغو نهو ساتونکو د نیولو امر کړی چې په پیښه کې په مستقیمه توګه ښکیل ول.»
د جنرال دوستم وياند اوسه پوري لا په دې اړه څه نه دي ویلي.