سپورت
کرکیټ: لوبه و نه شوه خو پاکستان دریم مقام خپل کړ
۱۳۹۶ بهمن ۱۲, پنجشنبهاعلان
پاکستان او افغانستان دواړه په D ګروپ کې ول او په ګروپي سیالیو کې پاکستان تر افغانستان مخکې وو او له همدې کبله د دریم مقام ګټونکی اعلان شو.
افغانستان او پاکستان تر دې مخکې هم د جنورۍ په ۱۳مه د نړیوال جام د ګروپي سیالیو په ترڅ کې لومړۍ لوبه وکړه او هغه وخت افغان لوبډلې پاکستان ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړې وه. تمه کیده چې افغانان به د دریم مقام پر سر سیالي هم وګټي، خو دغه لوبه د باران له کبله ترسره نه شوه.
تر ۱۹ کلونو د کم عمر لرونکو په روان جام کې افغانستان تر نیمه پای لوبې پورې ډیر ښه ځلیدلی وو، خو د نیمه پای لوبې مرحله کې یې له استرالیا څخه په شپږو ویکټو ماتې وخوړه. پاکستان هم په همدې پړاو کې هندوستان ته د ۲۰۳ منډو په توپیر لوبه بایللې وه. د سږني نړیوال جام پای لوبه د فرورۍ په دریمه نیټه د آسترالیا او هندوستان د لوبډلو تر منځ کیږي.