1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د داعش ۷ زره جنگيالي وژل سوي دي»

دويچه ويله فارسي۱۳۹۴ مرداد ۲۸, چهارشنبه

د استراليا يوه پوځي چارواکي ويلي دي چي د افراطي ډلي «اسلامي دولت» په تهاجمي عملياتو کي کمښت راغلی دئ او دغه ډله په دې تلاښ کي ده چي نيولي سيمي وساتي. ويل سوي دي چي د دغي ډلي ۷۰۰۰ جنگيالي وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/1GHo4
انځور: picture-alliance/AP Photo

داسي ښکاري چي د افراطي ډلي اسلامي دولت پر ضد د نړيوال ائتلاف مبارزه دي بريالۍ سوې وي.

د استراليا امنيتي او اطلاعاتي سازمانونو د معلوماتو له مخي «اسلامي دولت» (داعش) په روان ميلادي کال کي تر ۷۰۰۰ زيات جنگيالي او قوماندانان له لاسه ورکړي وي.

د استراليا د سمندري ځواکونو قوماندان ديويد جانستون په دې اړه له بريتانوۍ ورځپاڼي گاردين سره په خبرو کي ويلي دي، چي وضعيت بدلون موندلی او نړيوال ائتلاف د داعش پر ضد پرمختگونه کړي.

هغه ويلي دي چي «اسلامي دولت» اوس په دې تلاښ کي دی چي تر خپل کنترول لاندي سيمي وساتي او د دې مخنيوی وکړي چي سیمي بيرته له لاسه ور نه کړي.

دغه چارواکي ټينگار کړی دئ، چي د عراق حکومت له خوا د رمادي ښار د بيرته نيولو عملیات چي په جولای مياشت کي پيل سوي ول ښه نتيجه ورکړې ده. د دغو عملياتو په ترڅ کي «اسلامي دولت» ډلي ډيري سيمي بيرته له لاسه ورکړي او د «نيولو توان» ئې نه لري.

د سمندري ځواکونو قوماندان جانستون وويل: «موږ د دې شاهدان يوو چي د «اسلامي دولت» جنگيالي د دې پر ځای چي تهاجمي عملیات وکړي ورځ تر بلي دفاعي حالت غوره کوي.»

هغه ويلي دي چي د استراليا جنگي الوتکي په دې توانېدلي دي چي د عراق په انبار ولايت کي د داعش يو مهم قوماندان «ووژني». او دا دې سبب سوی چي د داعش په تهاجمي عملياتو کي خنډ جوړ کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب