1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د داعش پر ضد د عراق پوځ وروستي عملیات

۱۳۹۶ آذر ۲, پنجشنبه

له پوځي لحاظه داسې انګیرل کیږي چې داعش دې ماتې خوړلې وي، خو اوس يې هم لا ځینې سیمې تر کنترول لاندي دي. اوس په عراق او سوریه کې د دغې ډلې پر وړاندي عملیات تر سره کیږي.

https://p.dw.com/p/2o7YV
Irak Rawa Militär-Operation gegen IS
انځور: Getty Images/AFP

د جنرال عبدالامیر رشید یارالله، په وینا پوځ او شیعه ملیشو د عراق په شمال لویدیځ کې ستر پوځي عملیات پیل کړي دي. د هغه په خبره د فرات سیند شمالي څنډه کې یو شمیر تندلارې شته. د معلوماتو له مخې د تندلارو وروستي پټنځایونه په صلاح الدین، نینوا او انبار ولایتونو کې دي.

د تیرې جمعې په ورځ د عراق پوځ په دغه هیواد کې د داعش له لوري کنترولیدونکی وروستی ښار نیولی وو. د سوریې پولې ته څیرمه د فرات دره کې د راوة، کوچنی ښار د څو ساعتونو په ترڅ کې نیول شوی وو. د کارپوهانو په وینا داعش اوس په عراق کې یوازې دښتې چې د اوسیدو وړ نه دي تر خپل کنترول لاندې لري. د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي ول چې داعش ته ماتې ورکړل شوې ده.

په سوریه کې هم عملیات روان دي

په سوریه کې هم پولې ته څیرمه د عراق حکومتي ځواکونه او د هغه متحدې ملیشې لکه حزب الله ډله له البو کمال، ښار څخه د جهادیانو د ایستلو له پاره عملیات کوي. دغه ښار د سوریې د تیلو په بډای ولایت دیر الزور کې موقعیت لري، چې یوه پر څلورمه برخه یې د داعش تر کنترول لاندې ده. پر دې سربیره تندلاري په حما او دمشق ولایتونو او همداشان د دغه جګړه ځپلي هیواد په سویل کې هم ځینې سیمې تر خپل کنترول لاندې لري.

داعش په ۲۰۱۴م کال کې د عراق ډیره برخه تر خپل کنترول لاندې راوستې وه. د داعش پر ضد د نړیوال ائتلاف د معلوماتو له مخې دغي ډلې په عراق او همداشان سوریه کې اوس ۹۵ سلنه هغه سیمې له لاسه ورکړي دي چې د دوی تر کنترول لاندې وې.

د عراق حکومتي ځواکونه په روان میلادي کال کې په دې وتوانیدل چې پر نورو سربیره له داعش څخه د موصل ښار ونیسي. دغه ښار د عراق په شمال کې موقعیت لري او د داعش پوخ سنګر ګڼل کیده.

(s.r/n.z (afp, dpa, rtr

په ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه د انځورونو ګالري: