1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د داعش له ځپل کېدو سره د القاعدې ملاتړ زیات شوی

۱۳۹۶ مهر ۲۶, چهارشنبه

په سوريه او عراق کې د داعش له ځپل کیدو سره، د دې ډلې ډیر جنګیالي القاعدې ته ورغلي دي. کارپوهان وايي چې د القاعدې ښې ورځې پای ته رسیدلي او کیدای شي چې نړیوال تمرکز یو ځل بیا د دې ډلې پر ضد جګړې ته واوړي.

https://p.dw.com/p/2m49Y
Terrorcamp in Syrien
انځور: picture-allianceAP Photo

د سپتمبر میاشتي په جریان کې شاوخوا ۱۰ زره نارینه، ښځې او ماشومان د داعش تر کنترول لاندي سیمو څخه وتښتیدل. هغوی د سوریې په شمال کې د دولتي ځواکونو له خوا د په نښه کیدو له ګواښ سره مخامخ ول، خو بیا یې دغه مزل ځکه وکړ چې ځان په القاعدې پورې د یوې ټړلې ډلې تر کنترول لاندې سیمې ته ورسوي.

د ځينو جهادیستانو او د هغوی د کورنیو له پاره ادلب ښار ته سفر، کور ته د تلو په څیر دی. هغوی کولای شي چې په دې ځای کې د داسې یوې ډلې تر څنګ خپلې جګړې ته دوام ورکړي چې ایدیالوژي یې ډیره د ترهگري ډلي «اسلامي دولت» (داعش) ته ورته ده او په وروستیو وختونو کې یې د داعش له ځپل کیدو څخه ډیره ګټه اخيستې ده.

په داسې حال کې چې د امریکا متحدو ایالاتو په مشرتوب ایتلاف او د روسیې له ملاتړه برخمن د سوريې پوځ له داعش څخه د سوریې د ختیځ پر پاکولو باندي تمرکز کوي، د «شام د آزادي کمیټې» په نوم په القاعدې پورې تړلې یوې ډلې په وروستیو وختونو کې پر ادلب ښار باندې خپله قبضه لا کلکه کړې ده. اوس دغه ډله ښايي پر لویدیځ باندې د اسامه بن لادن د برید کولو پخوانۍ ستراتیژي ته راوګرځي.

په سوريه کې فعالان چې په سیمه کې له خلکو سره په اړیکه کې دي، وایي چې د شام د آزادي کمیټي غړي د داعش د غړو هرکلي کوي چې دې سیمې ته راشي. داعش او د شام د آزادۍ کمیټه څلور کاله وړاندې سره بیل شول. اوس نو د دغې کمیټي غړي هغه کسان چې پخوا یې پیژندل پریږدي چې ورسره یوځای شي، او ناپیژندلي غړي بیا خپلو زندانونو ته اچوي.

دغو فعالانو د نوم د نه ښوولو په شرط خبري کړې دي، ځکه هغوی اوس هم سیمې ته سفر کوي او وسله والو له بريدونو ويره لري.

داعش په سوريه او عراق کې نژدې ټولې سیمې له لاسه ورکړې دي. د دې ډلې شل زره غړي په جګړه کې وژل شوي خو یو شمیر یې بیا له سیمې څخه په تېښته بریالي شوي دي. اوس چې داعش ډله د پاشل کیدو په حال کې ده، خپل منځياختلافات یې هم ډیر شوي دي. ځيني غړي خو يې آن د دې ترهګري ډلي پر مشر ابوبکر البغدادي، باندې د دې ډلې د ماتي پړه اچوي.

د «اسلامي دولت: یو تاریخ» کتاب لیکونکی او د لندن د اقتصاد په پوهنتون کې پروفیسور فواز ګورجیز، وايي: «القاعده به په پرانيستې غېږه د داعش د جنگياليو هرکلی وکړي. دا د جګړې او سیمې تجربه لرونکي کسان دي.»

دغه دواړي ډلي په ۲۰۰۳م کال کي پر عراق باندي د امريکا متحدو ايالاتو له يرغل سره يو له بله سره بېلي شوې. هغوی بیا په ۲۰۱۳م کال کې د ایدیالوژي او مشرتوب پر سر د توپیرونو له کبله یو له بله لا پسې سره لیري شوې او د سوریې په شمال کې یې يو د بل پر ضد جګړې وکړې.

د همدې میاشتې په سر کې داعش یو ځل بیا د شام د آزادۍ پر کمیټې باندي برید وکړ، څو له دوی څخه د بیلو شویو کسانو غچ واخلي.

په داسې حال کې چې داعش ډلي په ۲۰۱۴م کال کې د سوریې او عراق پراخې سیمې تر خپل کنترول لاندې راوستې او خلافت یې اعلان کړ، په القاعدې پوري تړلي ډلي بیا د سوریې د یاغیانو تر څنګ ودریدې او هلته یې خلکو ته د مرستو او نورو خدمتونو د برابرولو له لاري، ځان ته ملاتړ ډېر کړ. هغوی خپل تمرکز د سوریې د ولسمشر بشار الاسد له ځواکونو سره پر جګړې باندي وکړ، خو په عین حال کې یې څو ځلې د امریکا متحدو ایالاتو ملاتړ لرونکو وړو ډلو سره هم نښتې کړي دي.

که څه هم دغې ډلې په رسمي توګه له القاعدې سره خپلې اړیکې سړې کړې دي، او په وار وار یې خپل نوم هم بدل کړی دی، خو د شام د آزادۍ کمیټې ته بیا هم د القاعدې د یوې وفادارې ډلي په سترګه کتل کیږي. د داعش پر ضد جنګیدونکي ایتلاف کې د امریکا متحدو ایالاتو لوړپوړي استازي بریت مکګورک، ويلي دي چې ادلب په افغانستان کې د اسامه بن لادن د ژوند تر مودې وروسته، په نړۍ کې د القاعدې تر ټولو لوی پټنځای دی.

په بغداد کې دوو عراقي استخباراتي چارواکو اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې د اسامه ځای ناستی ایمن الظواهري، سوریې ته یو استازی استولی چې د داعش غړي د شام د آزادۍ له کمیټي سره یوځای کیدو ته رازي کړي.

دغو چارواکو چې د نوم د نه بربنډیدو په شرط یې خبري کړي دي، ویلي دي چې ښايي همدا د سپتمبر پر ۲۸مه نیټه د ابوبکر البغدادي د غږیز پیغام د خپریدو لامل وي. بغدادي په دې پیغام کې خپلو جنګیالو ته ویلي ول چې پرشاتګ، تیښته، مذاکره او یا هم تسلیمي و نه کړي.

په داسې حال کې چې القاعده کیدای شي یو ځل بیا د نړیوال جهاد داعیه په لاس کې واخلي، د سوریې په شمال کې تر فشار لاندي راتلای شي، ځکه چې اوس د داعش پر ضد جنګیدونکي ځواکونه خپل پام نړیوالو ګواښونو ته اړوي.

د «سوافان امنیتي مشورتي ډلې» له خوا په یوه خپاره شوي تحلیل کې راغلي دي: «د القاعدې هغه ښه وختونه چې د ترهګري ضد عملیات پر داعش متمرکز ول، او په القاعدې پورې تړلې ډلې پیاوړي شوي، اوس د پای ته رسیدو په حال کې دي.»

په تحلیل کې زیاته شوې ده: «داسي ښکاري چې الظواهري غواړي خپل جنګیالي متحد کړي، او خپله شبکه هغه وخت ته راوگرځوي چې د نړیوال خوښځت پيشوایې يې کوله.»

په تحلیل کې زیاته شوې ده چې د داعش تر ځپل کیدو وروسته، نو اوس کیدای شي چې نړیواله توجه یو ځل بیا القاعدې ته واوړي.

ترکیې تیره اوونۍ په ادلب کې یو لړ محدود پوځي عملیات پیل کړل چې د انقرې، تهران او مسکو تر منځ یو توافق شوي «غیر متحرک زون» رامنځ ته کړي. ترکیه لا تر اوسه پورې له القاعدې سره نه ده مخامخ شوې، د وخت تیریدل به وښيي چې دغه ډله په سوريه کې د یوه سیمه ایز که نړیوال ګواښ په توګه وګڼل شي.

په عین حال کې د اسد ځواکونه هم کیدای شي چې خپل تمرکز پر ادلب ښار زيات کړي چې په دې هیواد کې د یاغیانو تر کنترول لاندي تر ټولو لویه سیمه ده. د همدې میاشتي په سر کې د روسيې هوايي ځواک په ادلب کې د القاعدې پر یوه غونډه بمبار وکړ او د څو قومندانانو د وژلو ادعا یې وکړه.

په تیرو کلونو کې د امریکا په مشرتوب ایتلاف هم څو وارې القاعده په نخښه کړې ده. امریکایي چارواکي وایي چې هدف یې د خراسان ډلې په نوم د یوه ګروپ پاشل دي چې غواړي بهرني بریدونه پلان کړي.