1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د داعش له خلافت به څه پاته شي؟ ـ تبصره

۱۳۹۶ تیر ۲۵, یکشنبه

داعش په تېرو څو مياشتو کې د عراق د پوځ او شيعه ملېشو له خوا چې د ايران له خوا تنظيم شوي نيمه پوځي ځواکونه دي، ماتې خوړلې ده. دا چې د داعش له «خلافت» څخه به څه پاته شي، په دې هکله د لوای مدهون تبصره ولولئ:

https://p.dw.com/p/2gcVh
Irak Kampf um Mossul gegen den IS
انځور: Getty Images/A. Al-Rubaye

د داعش د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې تعينونکی نقش حتماً د متحده آيالاتو په مشرۍ د ائيتلاف سختو هوايي بريدونو لرلی دی. هغو په پای کې د تش په نوم خلافت ړنګېدلو ته لاره هواره کړه، که څه هم چې په عامو خلکو کې وژونکي «کولاترال» يا ضمني زيانونه هم ورسره مل ول. د عراق په موصل او د سوريې په رقه کې د داعش د مرکزونو په بېرته نيول کېدلو سره، په عربي ختيځ کې د داعش د خلافت فزيکي پرځېدنه البته ښايي نهايي وي.

خو دغه «برياليتوبونه» دا نه شي پټولای چې د خاورې په سر د واک په بايللو سره دغه شډله تروريستي ډله لا له منځه تللې نه ده، نه په عراق او نه په نړۍ کې. د داعش د جهاديانو لويه برخه هسې هم پټه شوې ده، چې ښايي په بين النهرين کې د دولتي ځواک په وړاندې يوې ستړي کوونکې چريکي جګړې ته چمتووالی ونيسي.

په دې ترڅ کې ډېر شمېر جهاديان ښايي اروپا ته هم ستانه شوي وي، ځينې به لاس په سر شوي وي، خو د هغوی په منځ کې به ښايی «ډېر خطرناک» کسان هم وي چې غواړي خپله په اصطلاح، سپېڅلې جګړه د لويديځ ښارونو ته ورانتقال کړي.د داعش خلافت د کړکېچ نخښه ده

د دينې پوهنې او تاريخي مفکورو له مخې د داعش تش په نوم خلافت نه د اسلام د بنيادي متنونو او نه د اسلام د تاريخ له مخې توجيه کېدای شي.

بلکې مخکښه متفکرين يې لکه پخپله ځان ګمارلی خليفه ابو بکر البغدادي چې ښايي اوس وژل شوی وي، له تمدن سره د ماشومانه پرېکون، ناانډوليزې د سلامتيا ژمنو، او بې سارې وحشتناکه ظالمانه واکنمۍ څخه استازيتوب کاوه، چې د بد سلوکه بې سرحده جهاديانو يو نوی نسل يې ښايي رامنځ ته کړی وي.

سره له دې چې د اسلامي دولت مفکورې لا ژوندۍ پاته دي، د هغه د بيا زېږېدنې اصلي خطر د نوي سلفي ايديالوژۍ په جذابيت کې نه دی نغښتی. بلکې هغه په دې کې دی چې ټولنيز او سياسي د راټوکېدو عوامل يې لا تر اوسه پورې  موجود دي:

لکه څنګه چې معلومه ده د داعش راڅرګنېدنه په عراق او سوريه کې د دولتونو د سره پاشل کېدو سره تړلی کار دی. بې له دې چې د عراق د صدراعظم، نوري المالکي او تقريبا نه کنترول کېدونکو شيعه مليشو له خوا سُنيان حاشيې ته شي او په سيستماتيک ډول تعقيب شي، به د داعش تروريستي واعظينو په سني مذهبه ولس کې هيڅ ملاتړ ښايي نه وای موندلی.

د داعش د زېږېدو عوامل

د سنياتو غوسه او ناهيلي چې په عراق کې له ظالمانه سياست څخه سرچينه اخلي او د اسد له خوا په سوريه کې د بيلري بمونو ترهګرۍ هم هغوی په اصطلاح د جهادي فرقې غېږې ته ورپورې وهل. دغه سني ضد سياست په عراق او سوريه کې اوس په اصل کې د داعش د زېږېدو اصلي لامل بلل کيږي.

د دې د پاره چې د جهاديزم د ستونزې رېښو ته لاسرسی پيدا شي، بايد اصلا سيمه يز او نړيوال لوبغاړي په ميليونو بې کوره شوو سنيانو ته د عراق او سوريې تر منځ د راتلونکي له پاره يو لرليد ورته برابر کړي. هغوی بايد دې ته کار وکړي چې عراقي سنيان د تجزيې په حال کې د قرار لرونکي عراقي سياسي نظام په اډانه کې سمه نمايندګي تر لاسه کړي. د دغه هدف له پاره بايد پر ننني عراق باندې د ايران نفوذ په شا وتمبول شي. په موازي ډول بايد د عراق مرکزي حکومت تقويه شي، څو د لبنان د مودل سره سم د دغه هېواد د څو پارچه کېدلو مخه ونيول شي.

په منځني ختيځ کې د کړکېچنو دريځونو او وضعيت د اساسي بدلون پرته داعش په دوامداره توګه نه شي له منځه وړل کېدلی، حتی د پوهاوي او مخنيوي د پروګرامونو له لارې چې ښايي ښه هدف هم ولري.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه ():

Mudhoon Loay Kommentarbild App für Arabisch
مبصر ‌لوای مدهون