1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د داعش د حضور په جوزجان کې زرونه کورنۍ بې ځایه کړي

۱۳۹۶ دی ۱۱, دوشنبه

د جوزجان یو شمیر اوسیدونکي وايي چې خپل کلي یې د داعش د حضور د پراخیدو له کبله پرې ايښي او امنو سیمو ته ګډه شوي دي خو اوس د هوا له سړیدو سره د سرپناه له ستونزې سره لاس او ګریوان دي.

https://p.dw.com/p/2qBdK
Flüchtlinge Afghanistan Heart Kabul
انځور له ارشیف څخهانځور: DW/S.Tanha

په دې وروستیو وختونو کې د جوزجان، په ځينو ولسواليو کې د امنیتي وضعیت د خرابیدو له کبله، ډیري ځایي اوسیدونکه دې ته اړ شوي چې خپل کور او کلی پریږدي او د شبرغان ښار او نورو امنو سیمو پر لور وخوځیږي. دغه بې ځايه شوي کورنۍ چې اوس په ډیر سخت حالت کې ژوند کوي، وايي چې په خپلو سیمو کې یې ژوند له خطر سره مخامخ وو.

د درزاب ولسوالۍ اوسیدونکي حفیظ الله چې د جګړو له کبله د خپلې سیمي پریښودو ته اړه شوی دی، دویچه ویله ته وویل: «موږ ځکه له هغه ځایه وتیښتیدو چې اوس هلته د داعش جنګیالي او جګړې ډیري شوي دي. ډیر کسان د داعش تر کنترول لاندې سیمو کې بند پاتې شوې او یو شمیر یې وژلي او یا یې هم د هغوی کورونه چور کړي دي. موږ څرنګه هلته ژوند وکړو.»

د جوزجان د ولایتي شورا مشر عبدالحی حیات، له دویچه ویله سره په خبرو کې روښانه کړه چې په تیرو وختونو کې د دې ولایت د ډیرو ولسوالیو یو شمیر اوسیدونکي اړ شوي دي چې خپل کلي پریږدي، او امنو ځایونو ته ځانونه ورسوي.

هغه وویل: «په ټوله کې په جوزجان کې ۴۵۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي دي. په دغو کې د درزاب او قوشتیپې په ګډون د خمآب، اقچه، موردیان، نیګه جیک او خاناقا ولسوالیو بې ځایه شوي هم شامل دي. په دې ولسوالیو کې هم جګړې روانې دي.»

د افغانستان شمالي ولایتونه پخوا د افغانستان د نورو سیمو په پرتله په نسبي توګه امن بلل کیدل. خو په وروستیو کلونو کې د داعش او طالبانو په ګډون یو شمیر وسله والو ډلو خپل فعالیتونه د جوزجان، سرپل، فاریاب، کندز، بغلان او آن بلخ ولایت ځينو ولسوالیو ته غځولي دي.

د جوزجان د درزاب او قوشتیپې ولسوالیو اوسیدونکي بیا په ځانګړي توګه د ترهگري ډلي داعش د فعالیتونو له پراخیدو سر ټکوي او وایي چې د دې دوو ولسوالیو ډیر اوسیدونکي د خپلو کلیو پریښودو ته اړ شوي دي. د جوزجان د ولایتي شورا مشر عبدالحی حیات روښانوي چې یوازي له دغو دوو ولسوالیو څخه تر۲۵۰۰ ډیري کورنۍ بېځایه شوي دي. هغه زیاتوي: «له قوشتیپې او درزاب څخه شاوخوا ۲۸۰۰ او یا هم ۲۹۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي دي چې ډیری یې په خیمو کې ژوند کوي. د ځینو اقتصادي وضعیت چې ښه دی، توانیدلي دي چې په ښار او کلیو کې کورونه کرایه کړي.»

ډیر بې ځایه شوي کسان په ځانګړې توګه د اوسیدو ځای د نه لرلو له ستونزې سره مخامخ دي. د ولایتي شورا مشر روښانوي چې په ګرمه هوا کې ښايي دا موضوع ډیره لویه ستونزه نه وي، خو ټینګار کوي چې اوس د هوا له سړیدو سره د بې ځایه شویو کسانو له پاره د سرپناه د نه لرلو په صورت کې به د هغوی په منځ کې لوړ تلفات رامنځ ته شي.

د درزاب ولسوالۍ بې ځایه شوی اوسیدونکی حفیظ الله، روښانوي چې که څه هم څلور میاشتي کیږي چې خپل کور یې پریښی دی، خو اوس موقتي سرپناه لا نه لري. هغه وايي: «نزدې څلور میاشتې کیږي چې خپل کور او کلی مو پرې ایښي دی، او سرګردانه یو، یوه ورځ په یوه کور او بله ورځ په بل کور کې وخت تیرو. پیسې نه لرو چې یو کور کرایه کړو.»