1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د داعش او طالبانو ترمنځ جګړه کي په لسونو جنگيالي وژل شوي

۱۳۹۶ اردیبهشت ۶, چهارشنبه

افغان چارواکو ویلي دي چې په جوزجان ولايت کې د ترهگري ډلي داعش جنگياليو پر طالبانو باندي برید کړی دی او په دې جگړه کي په لسونو جنگيالي وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/2bxT1
Karte Afghanistan Provinz Jowzjan Englisch
انځور: DW

د جوزجان ولایت ویاند محمد رضا غفوري، د چهارشنبې په ورځ وویل چې د طالبانو او داعش جنګیالیو تر منځ له تیري ورځې راهیسې نښتې روانې دي او په پایله کې یې ۷۵ طالبان او ۱۵ داعشیان وژل شوي دي.

دغه دولتي چارواکي روښانه کړې ده چې داعش له طالبانو څخه دوې ولسوالۍ نیولي دي.

طالبان او داعش دواړه د افغان حکومت او نړیوالو ملاتړو پر وړاندي یې جګړه کوي، خو دغه دوې ډلي بیا په خپل منځ کې سره جوړي نه دي او جلا جلا اهداف تعقیبوي.

په افغانستان کې د داعش ډېر غړي پخواني طالبان دي چې د بیلابیلو لاملونو له کبله له دې ډلې بیل شوې دي.

د جوزجان ولایت د پولیسو یوه چارواکي عبدالحفیظ خاشايي، ويلي دي چې نښتې په یوه لري پرته سیمه کې رامنځ ته شوې دي او تر اوسه پوري د ملکي تلفاتو په اړه خبر نه شته.