د «خپل وطن، گل وطن» کمپاین څومره بریالی وو؟
تیرکال له گاونډیو هیوادونو پاکستان او ایران څخه څه کم یو میلیون افغان مهاجر بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي. دغه لړۍ اوس هم روانه ده. خو ویل کیږي چې اوس هم په دغو دواړو هیوادونو کې شا او خوا ۴ میلیونه افغان اوسیږي.
په ۲۰۱۶م کال کې په پاکستان کې د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په نوښت د «خپل وطن، گل وطن» په نوم کمپاین پیل شو، څو هلته ميشت افغان مهاجر دې ته وهڅول شي چې خپل هیواد ته ستانه شي. په دغه انځور کې په پیښور کې د افغانستان قونسلگرۍ د کډواله چاره آتشه افغان مهاجر خپل وطن ته رخصتوي.
په ۲۰۱۶م کال کې له پاکستان او ایران څخه کابو یو میلیون افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي. د ملگرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیسارۍ په وینا په تیر میلادي کال کې له پاکستانه ۳۹۰ زره راجستر شوي مهاجر پخپله خوښه افغانستان ته تللي دي. له پاکستانه د غیر راجستر شوو کډوالو د بيرته ستنېدو شمیر هم دې ته نزدې دی.
تیرکال د مهاجرو د بيرته ستنیدو په لړۍ کې د زیاتوالي بیلا بیل لاملونه ښوول کیږي. لومړی دا چې د یو ان اچ سي آر له لوري له راجستر شوو کډوالو سره چې پخپله خوښه یې وطن ته ستنیدل غوښتل د مرستې کچه د یوه کس پر سر له ۲۰۰ ډالرو څخه کابو ۴۰۰ ډالرو ته لوړه کړی شوی وه. بله موضوع چې پرې د بشري حقونو سازمانونه هم نیوکه وه، په دغه هیواد کې د پولیسو له لوري د افغان مهاجرو ځورول وه.
خو سږ کال یو ان اچ سي آر، له لوري د مرستو دغه لړۍ بیرته د یوه کس پر سر۲۰۰ ډالرو ته راکښته کړې ده. خو په پاکستان کې میشتو له غیر راجستر شوو کډوالو سره د بیرته ستنیدو پر مهال د مهاجرو د عالي کمیسارۍ یا کومې مرجع له لوري کومه مرسته نه کیږي. خو افغان چارواکو وايي چي له تورخمه تر اوښتو وروسته له دغو کډوالو سره د خوراکي موادو او یو څه نغدي مرسته کیږي.
یوه بله موضوع په پاکستان کې د راجستر شوو افغان کډوالو د پاتیدو ده. دغه نیټه له یوه کال څخه بل ته غځیږي. په پاکستان کې د یو نیم میلیون راجستر شوو او یو میلیون نه راجستر شوو کډوالو رپوټ ورکول کیدی. خو څه موده وړاندي په پيښور قونسلگرۍ کې د مهاجرو رئیس عبدالحمید جلیلي له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل «چې اوس په دغه هیواد کې د راجستر شوو او غیر راجستر شوو کډوالو شمیر یوازې یو نیم میلیون دی.»
کله چې په پاکستان کې میشت کډوال بیرته خپل هیواد ته ستنیږي نو د تلیفون له لاري خپل نوبت اخلي. تر هغې وروسته په داو طلبه توگه د ستنیدو مرکز ته ورځي او نور اړین مراحل تر سره کوي.
مرکز ته تر راتلو وروسته خلک خپل نوبت ته انتظار باسي او د هغوی بیومیتریکي مشخصات ثبتیږي.
په دغو بیومتریکي مشخصاتو کې د سترگو عکس هم اخیستل کیږي.
پخپله خوښه ستنیدونکي کس د گوتو نخښه هم ثبتیږي. په دغه ټوله پروسه کې د افغانستان د مهاجرو چارو ریاست، یو ان اچ سي آر او د پاکستان د ثبت احوال نفوس اداره (نادار) هم ونډه لري.
د راجستر شوي کډوال هغه کارت چې دوی ته په پاکستان کې ورکړل شوی دی، د بیرته ستنیدو پر مهال یوه څنډه یې ځینې قیچي کیږي.
په انځور کې بیرته ستنیدونکی یو کډوال د قانوني مراحلو د تر سره کولو له پاره انتظار باسي
د کورنۍ هغه غړي چې بیرته خپل هیواد ته ستنیږي ټول باید د مهاجرو د ستنیدو مرکز ته ورشي، څو د هغوی ټول مشخصات واخیستل شي.
د هغو سیمو خلک چې له پیښور وړاندې وي او تر مخه یې نوبت اخیستی وي له خپلې ټولې کورنۍ سره چې کډه یې بار وي، دغه مرکز ته ورځي او ځینې وخت یوه نیم ورځ هم هلته تیروي.
په دغه مرکز کې د لومړنیو طبي خدماتو آسانتیاوې هم شته چې پکښې یو نارینه او یوه ښځینه ډاکټره موجوده وي.
پولیو یا گوزڼ هغه ناروغي ده چې په پاکستان او افغانستان کې لا په بشبړه توگه له منځه نه ده تللې. هغه ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو ټیټ وي او واکسین شوي نه وي، هغوی ته د واکسین سهولت هم شته.
د مهاجرو د بیرته ستنیدو په مرکز کې یو کوچنی درمتلون هم شته
په پیښور کې په افغان قونسلگرۍ کې د مهاجرو چارو اړونده مسوولین وایي چې په دغه مرکز کې د ماشومانو د لوبو او د انتظار په موده کې د تلویزون سهولت هم په پام کې نیول شوی دی.
خو د ډیر بیروبار له کبله کله ناکله افغان مهاجر د خپلې ټولې کورنۍ سره دې ته اړ کیږي چې د خپل نوبت راتلو له پاره څو ورځې انتظار وباسي.
خو زیاتره ستانه شوي کډوال خپل وطن ته تر رسیدو وروسته په ځانگړې توگه د سرپناه او د لومړنیو آسانتیاو له نه شتون څخه شکایت کوي.
په وروستیو وختونو کې د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې ترینگلي دي. په روان میلادي کال کې په پاکستان کې تر یو شمیر ترهگریزو بریدونو وروسته پاکستان له افغانستان سره خپلې سرحدي سیمې وتړلې او ادعا یې کوله چې بریدونه د پولې هاخوا پلان شوي ول. دغسې څه د کډوالو د بیرته ستنیدو بهیر هم تر اغیز لاندې راولي. همدا اوس څه د پاسه دوې اوونۍ کېیږي چې د چمن سرحدي لار تړلې ده.
د تورخم له لارې ستانه شوي د ختیځو ولایتونو کډوال په ثمرخیلو کې خپلې نغدې مرستې تر لاسه کوي او د شمالي ولایتونو مهاجر بیا کابل ته څیرمه. غیر راجستر شوي کډوال تر تورخم اوښتو وروسته خوراکي مواد او يو څه نغدي مرسته چې ښایي د سفر کرایه یې هم پوره نه کړي تر لاسه کوي.
په پام کې ده چې اوس په پاکستان کې نه راجستر شوي مهاجر په نزدې راتلونکي کې ثبت شي. خو هغوی له هغو امتیازاتو چې پخوا راجستر شوي کسان یې اخلي نه برخمن کیږي. دغه سند یوازې د قانوني اوسیدو د یوه سند په توگه انگیرل کیږي چې د پولیسو له خوا و نه ځورول شي.