1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خيبرپښتونخوا حکومت له افغان کډوالو نالان دی

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ تیر ۱۸, سه‌شنبه

د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د سوداگرۍ خوني چارواکي وايي، چي په دغه ايالت کي افغان کډوالو د پاکستاني سوداگرو کاروبار له گواښ سره مخامخ کړی دی.

https://p.dw.com/p/194XI
KHYBER PASS, PAKISTAN - NOVEMBER 3: Afghan refugees enter Pakistan across the Torkham border carrying their meagre belongings 03 November 2000. Prolonged drought and recurring fighting have forced many Afghan families to seek shelter in the neighbouring country, where UN officials fear a humanitarian emergency is unfolding as Pakistan already shelters 1.2 million Afghans. (FILM) (Photo credit should read TANVEER MUGHAL/AFP/Getty Images)
Afghanistan Flüchtlinge am Khyber Grenzübergang nach Pakistan Archivbildانځور: Tanveer Mughal/AFP/Getty Images)

د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ خوني مرستیال او د افغانستان او پاکستان د سوداګري فورم مشر ضیا الحق سرحدي، له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل چې افغان کډوالو د پاکستاني سوداګرو کاروبار له ګواښ سره مخامخ کړی دی. هغه زیاته کړه:

«دوی [افغان کډوال] دلته په هر ډول سوداګري فعالیتونو کې ښکیل دي او له نورو مخکې دي، ځکه هغوی یوه روپۍ مالیه هم نه ورکوي نو له دې کبله پاکستاني سوداګر له هغوی سره رقابت نه شي کولای.»

سرحدي وویل چې له پاکستاني حکومت څخه یې غوښتي دي چې د بل هر هیواد په څیر افغان کډوالو ته د کاروبار اجازه لیکونه ورکړي. خو هغه په عین حال کې پر دې خبره باندي ټینګار وکړ چې دغه کډوال باید بالاخره خپل هیواد ته ستانه شي: «اوس د افغانستان حالات په کافي اندازه ښه شوي دي نو له دې کبله موږ غواړي چې دغه کسان دې په ډیر عزت سره بیرته خپل هیواد ته واستول شي.»

ملګري ملتونه په پاکستان کې میشت افغان کډوال دې ته هڅوي چې په خپله خوښه بیرته افغانستان ته ستانه شي. دغه اداره هغو افغانو کورنیو ته چې غواړي افغانستان ته ستانه شي ۵۰۰ نقد ډالر او یو شمیر ضروري مواد ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو پر دغو هڅو سربیره هم ډیر شمیر افغانان نه غواړي چې خپل هیواد ته ستانه شي. پر دې سربیره یو شمیر کسان د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د مرستو ترلاسه کولو وروسته، بیرته له افغانستانه پاکستان ته ځی او د کډوالي ژوند ته دوام ورکوي.

د پاکستان پښور ښار یوه له هغو سیمو څخه دی چې پکې ډیر شمیر افغانان قانوني او غیر قانوني کډوال میشت دي. دغه کډوال نه یوازې دا چې په دې ښار کې په کاروبار بوخت دي، بلکې ډیر شمیر یې ځیني جایدادونه هم اخیستې دي.

په پیښور کې د جلال په نوم یو افغان ګډوال په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو په اړه وايي: «د هغوی [افغان کډوالو] ماشومان دلته زده کړې کوي او هغوی دلته پانګونه هم کړې ده. په داسې حال کې هغوی نه غواړي چې له دې ځایه بیرته افغانستان ته ولاړ شي چیرې چې نه د زده کړې سهولت او نه هم د روغتیا لومړنۍ اسانتياوي موجود دي.»

جلال زیاتوي چې اوس هم په افغانستان کې جګړه روانه ده. هغه ټینګار کوي چې اوس هم افغانان د خپل هیواد د راتلونکي په اړه ډاډه نه دي او نه پوهیږي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به په دې هیواد کې څه کیږي.

په پاکستان کي افغان کډوال
په پاکستان کي افغان کډوالانځور: AP

په وروستیو کې پاکستان یو ځل بیا په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو د اقامت موده وغځوله. له دې سره د پاکستان ایالتي حکومتونه ته سپارښتنه شوې ده چې هغه افغانان چې قانوني اسناد په لاس کې لري و نه زوروي. دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت بیا له پاکستاني چارواکو څخه غوښتي دي چې داسې یوه پالیسي جوړه کړي چې له مخې یې ټول افغان کډوال د یوه کال په ترڅ کې بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.

په پاکستان کې د ټولو میشتو افغان کډوالو له ډلې څخه ۶۲ سلنه یې په خیبر پښتونخوا کې میشت دي. له همدې کبله د دغه ایالت سیمه ییز حکو له پاکستاني چارواکو څخه غوښتي دي چې که غواړي افغان کډوال د لا ډیر وخت له پاره په پاکستان کي پاتې شي نو هغوی باید د دغه هیواد په نورو ولایتونو کې هم وویشي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو ۴۲ کمپونه موجود دي چې د هغوی له ډلې خخه ۲۹ یې په خیبر پښتونخوا کې پراته دي. دا په داسې حال کې ده چې په دغه هیواد کې د میشتو کډالو له ډلې څخه ۶۰ سلنه یې تر کمپونو دباندي ژوند کوي.