1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خوست ددوو قومونو ترمنځ جوړه سوې ده

۱۳۸۹ آذر ۱۲, جمعه

د خوست محلي چارواکي وايي چي په دغه ولايت کي يې د دوو قومونو ترمنځ د اوږدمهالي لانجې پر سرجوړه کړې او همدارنګه يې ډير هغه قومي اربکيان بې وسلې کړي

https://p.dw.com/p/QOtI
انځور: Pahjwok Afghan News

چي دقومونو ترمنځ دمځکو پر سر دشخړو له امله د يوه او بل پر ضد ګوته په ماشه په مورچلو کي ناست وه.

دخوست دوالي وياند مبارز ځدران وويل ، چي هغه لويه قومي شخړه چي د حيدرخيلو او ورزي قوموو ترمنځ دتيرو 40 کالونو راهيسي د يوې دولتي مځکي پر سر موجوده وه ،د ولايتي ادارې ، قومي مشرانو او ديني علماوو په هلو ځلويې ورته د پاى ټکى ايښى دی، او د دواړو قومونو ترمنځ يي سوله کړېده .

حيدرخيل او ورزه هغه دوه قومونه دي چي ترمنځ يې څه موده دمخه د همدې لانجمني سيمي پرسر وسله واله شخړه کي دواړو خواوو ته ترلسو اضافه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي وه .

دخوست دوالي وياند مبارز ځدراڼ زياتوي ،چي دا لومړۍ قومي شخړه نه ده چي د دوی لخوا ورته د پاى ټکى کښيښوول سو، بلکي ددې ترڅنګ د ګربزو ولسوالۍ د نصرالدين او بوري خيلو قومونو ترمنځ هم دمځکي پر سرد هغي لويي قومي لانجي له منځه وړلو کي کوټلي ګامونه پورته کړيدي ، چي د تيرو ٨٠ کالونو راهيسي يې د دواړو قومونو کسان مشکلات او غمونه ګالي .

ښاغلى ځدراڼ ددې ترڅنګ وايي ، چي څو ورځي دمخه دخوست د نظامي ارګانونوپه امنيتي غونډه کي پريکړه وسوه ، په هغو سيمو کي چي د مځکو پر سر دقومي شخړو په اساس اربکيان راوتلي وي ، بايد منحل سي.

دى زياتوي چي په همدې لړ کي افغان ځواکونو څو ورځي مخکي دخوست د شمل او ګربزو قومونو څه باندي50 تنه اربکي بې وسلې کړي او له همدې اربکيو څخه يې 53 کسان بنديان کړي، ترڅو د تحقيقاتو په جريان کي معلومه کړي چي دغه کسانو ته چا وسلې اخيستي وې، او ولي يې دقومونو ترمنځ نفاق ته لمن وهله.

په خوست کي د غرونو ،ځنګلونواومځکو دملکيتونو پر سرشخړي سلګونه کاله اوږد تاريخ لري، چي له کبله يې ډير کله ډيرو کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده .

فريدالله ظاهر

کتونکی : محمد قاسم نوري