1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د حکومت جوړولو پرسر د خبرو ناکامي یوه اړینه موضوع وه»

۱۳۹۶ آبان ۳۰, سه‌شنبه

په آلمان کې د ائتلافي حکومت د جوړښت پر سر د څلورو گوندونو خبري اتري ناکامه شوې. پروفیسور کریستین هاکه، وایي چې د دغه خبرو اترو ناکامي یوه اړینه موضوع وه. میرکل هم تر اقلیت حکومت نوې ټاکنې غوره ګڼلي.

https://p.dw.com/p/2nymi
Deutschland Jamaika-Koalition Abbruch Sondierungsgespräche | Christian Lindner, FDP
انځور: Getty Images/S. Gallup

کله چې سوسیال دیموکراتانو په سپتمبر میاشت کې د آلمان تر پارلماني ټاکنو وروسته اعلان وکړ چې نور به د یوه لوی ایتلافي حکومت برخه نه وي، نو د انګلا میرکل مسیحي دیموکرات اتحاد، او سوسيال مسيحي اتحاد چې تر نورو یې ډیرې څوکۍ ترلاسه کړې وې، له زرغون او آزاد دیموکرات ګوندونو سره د یوه ایتلافي حکومت د جوړولو پر سر خبري اتري پیل کړي.

د خبرو اترو له پیله روښانه وه چې د ایتلافي حکومت جوړول به یوه ډیره ستونزمنه خبره وي، ځکه دغه څلور واړه ګوندونه یو له بل څخه متفاوت دریځونه لري. خو د دوشنبې په ورځ ټول آلمان او آن اروپايي ټولنه هغه وخت شوکه شوه چې د ایتلاف په خبرو اترو کې ښکیل آزاد دیموکرات ګوند، اعلان وکړ چې نور نو په بحثونو کې برخه نه اخلي. تر هغه وروسته د آلمان موقتې صدراعظمې انګلا میرکل، د ایتلافي حکومت د جوړولو پر سر د خبرو اترو د ناکامي اعلان وکړ.

د سیاسي چارو کارپوه کریستین هاکه چې د آلمان د پوځ او بن پوهنتونونو کې یې درس ورکړی دی، وايي چې تر دې اعلان وروسته یې د آرامۍ ساه وښکله، ځکه په خبره یې له لومړي سره روښانه وه چې دغه ایتلاف نه شي رامنځ ته کیدای. هغه زیاتوي: «په وروستیو اوونیو کې دا ټول بهیر داسې شوی وو چې لیدل یې سخت ول، ځکه دا په واضح توګه د وړاندویني وړ وو چې یو توافق به رامنځ ته نه شي.»

د روان کال په سپتمبر مياشت کي د آلمان په پارلماني ټاکو کې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته، په لومړي ځل یو ښي اړخه ګوند وتوانید چې د دې هیواد فدرال پارلمان یا بونستاگ ته لار ومومي. د آلمان له پاره بدیل ګوند، نه یوازي دا چې پارلمان ته په لار موندني وتوانید، بلکي دا کار یې د ډیرو رایو او څوکیو په ترلاسه کولو سره وکړ. هغه ګوندونو چې په دې ټاکنو کې څوکۍ له لاسه ورکړې، په مخکیني ایتلافي حکومت کې دوه شریک ګوندونه د میرکل په مشرتوب مسیحي دویموکرات اتحاد او د ماریتن شولڅ په مشرۍ سوسیال دیموات ګوندونه ول.

کریستین هاکه وایي چې میرکل باید له لومړي سره په دې خبر پوه شوې وای چې سختې خبرې اترې یې په مخکي دي، خپل اصلي هدفونه یې واضح کړي وایې او باید رهبري کړي يې وای، خو د دغه کارپوه په اند میرکل په دې کې پاته راغله: «صدراعظمه باید له پیله په دې خبره پوه شوې وای چې هغه له داسې څلورو آسونو سره سرو کار نه لري چې پر یوه لورې روان دي. دا داسې څلور آسونه ول چې پر بیلابیلو اړخونو روان ول.»

په آلمان کې که د ایتلافي حکومت د جوړولو پر سره خبرې اترې ناکامه شي، نو بیا د دې هیواد ولسمشر هغه کس چې ګوند یې تر ټولو ډیرې څوکۍ ګټلي دي، د صدراعظم یا صدراعظمي په توګه نوموي او تر هغه وروسته بیا دې کس ته یا د اقلیت حکومت جوړولو دنده سپاري او یا هم د پارلمان له ملغی کولو سره نوې ټاکنې رابولي.

دا په داسې حال کې ده چې انګلا میرکل د آلمان «زي دي ایف» تلویزیون ته ویلي دي چې هغه د یوه اقلیت حکومت له جوړولو سره لیوالتیا نه لري او نوې ټاکنې ترې غوره ګڼي. هغې ویلي دي چې د یوه اقلیت حکومت د مشري په اړه «شک لري» او دا چې فکر کوي چې د آلمان او اروپا د ثبات له پاره یو اکثریت لرونکی حکومت اړین دی.

(m.s/n.z (DW/ AG