1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د حکمتیار غونډې ته نزدې په چاودنه کې درې کسان وژل شوي

۱۳۹۶ اسفند ۲۸, دوشنبه

په جلال آباد کي د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار، یوې غونډې ته نزدې چاودنه شوې چې په پایله کې یې درې کسان وژل شوي او اته نور ټپیان دي. په پیښه کې پخپله حکمتیار ته زیان نه دي رسیدلی.

https://p.dw.com/p/2uZjR
Gulbuddin Hekmatyar
انځور: Reuters/Parwiz

پیښه په جلال آباد کي د حکمتیار د غونډې تر ختمیدو څه نا څه لس دقیقې وروسته هغه مهال رامنځ ته شوې چې د غونډي ګډنوال د وتلو په حال کې ول. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي، دویچه ویله ته وویل چې چاودېدونکي توکي په یوه موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي ول چې د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې ورته چاودنه ورکړل شوه.

خوږیاڼي له خبري آژانسونو سره په خبرو کې دا هم تأیید کړې ده چې په چاودنه کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ته چې د یوې غونډې په موخه ننګرهار ولایت ته تلل وو، زیان نه دی رسیدلی.

د دغه افغان چارواکي په خبره د پیښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي چې ماشومان هم پکښې شامل دي. د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند انعام الله میاخیل، هم دویچه ویله ته وويل چې تر اوسه پورې روغتون ته د دې پیښې درې جسدونه او اته ټپيان لیږدول شوي دي چې د یوه  ټپي روغتیايي حالت پکښې نازک دی.

په سيمه کي عيني شاهدانو دويچه ويله ته وويل چي د گلبدين حکمتيار له غونډي ځيني خلک د راوتلو په حال کي ول، چي د بهسودو پله ته څيرمه چاودنه وشوه.

ګلبدین حکمتیار تیر مېلادي کال د افغانستان د سولې له بهیر سره یوځای شو او اوس په افغانستان کې سیاسي فعالیت کوي. هغه تر دې مخکې د افغان حکومت او ناټو ځواکونو پر ضد وسله واله جګړه کوله.

تر اوسه پورې د دې پېښې مسئولیت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخستی.

 

امید دیدار/ ننګرهار