1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جینیوا ۶۵ کلن منشور د مهاجرو د ملاتړ اساس تشکیلوي

انکه ریسپر/ ش.ن۱۳۹۵ مرداد ۶, چهارشنبه

په آلمان کې د بشري حقونو له انیستیتوت څخه هندریک کریمر، وایې چې د مهاجرو په هکله د ۱۹۵۱م کال د جینیوا منشور نن هم په نړیواله کچه د مهاجرو د نړیوال قانون اساس تشکیلوي.

https://p.dw.com/p/1JWiY
Deutschland Hannover Ankunft Syrischer Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/H. Hollemann

د پناهندگۍ د وضعیت یا حیثیت په هکله تړون د ۱۹۵۱ کال د جون میاشتې په ۲۸ نیټه په جینیوا کې د ملگرو ملتونو د یوې ځانگړې غونډې په ترڅ کې تصویب او په ۱۹۶۴ کال کې نافذ شو. په ۱۹۶۷ کال کې دغه منشور «د مهاجرو د حقوقو وضعیت» تر نامه لاندې له یو ضمیمه یې پروتوکول سره تکمیل کړای شو.

دویچه ویله: د ۱۹۵۱م کال د جینیوا منشور نن څه معنی لري؟

هندریک کریمر: د جینیوا منشور پخوا او اوس هم ځانگړی ارزښت لري. دا د مهاجرت د نړیوال قانون اساس او بنسټ تشکیلوي. همدارنگه د اروپایې اتحادیې د پناهندگۍ قانون هم.

دویچه ویله: د جینیوا منشور له مخې مهاجر له کومو حقونو څخه برخمن دي او کوم مهم اصول لري؟

هندریک کریمر: د جینیوا منشور مهم اصل دا دی چې له سرحدي پولې څخه د یوه مهاجر بیرته ستنول منع دي. د بیلگې په توگه کله چې یو څوک په خپل هیواد کې د مرگ له گواښ سره مخامخ وي او یا تر تعقیب لاندی وي، د هغه بیرته ستنول منع دي. دا د جینیوا د منشور یو مهم او اساسي اصل بلل کیږي.

د یوه بل مهم اصل له مخې که یو څوک په خپل هیواد کې د زورزیاتي او تعقیب له گواښ سره مخامخ وي او یو دویم هیواد ته پناه وړي، هغه باید رد نه شي. همدارنگه د جینیوا د منشور له مخې دغه کسان یا مهاجر چې اکثره یې په غیرقانوني توگه سفر کوي باید مجازات نه شي. طبیعي ده چې د دې تر څنگ ډیر شمیر نور مقرارات هم دي.

دویچه ویله: په ۱۹۵۱ کال کې د مهاجرت منشور یوازې د دویمې نړیوالې جگړې د مهاجرو په برخه کې اعتبار درلود، خو وروسته په ۱۹۶۷ کال کې دغه منشور ته د وخت او جغرافیوي موقعیت له پلوه نور هم وسعت ورکړل شو، خو ننۍ منشور د کومو مهاجرو په برخه کې اعتبار لري؟

هندریک کریمر: آن تر لومړۍ نړیوالې جگړې وروسته د مهاجرو د حفاظت له پاره کوښښونه پیل شوي وو. همدارنگه تر دویمې نړیوالې جگړې وروسته دغې لړۍ دوام وکړ. په پیل کې تل د مهاجرو حفاظت جغرافیاوي موقعیت او وخت له لحاظه محدود وو. دا په دې معنی چې د جینیوا د کنوانسیون اصول به یوازې د مشخصو مهاجرو له پاره چې د مهاجرت له پاره به یې «مشخص دلیل درلود» اعتبار درلود. خو د ۱۹۶۷ کال له ضمیموي پروتوکول سره دغه محدودیتونه لیري کړای شول، یعنې دغه پروتوکول اوس د ټولو مهاجرو په برخه کې صدق کوي. بې تفاوته ده چې یو تن څه وخت، په کوم دلیل او یا چیرې تښتیدلی دی، معنی دا چې دغه منشور د ټولو مهاجرو په برخه کې صدق کوي.

دویچه ویله: څومره هیوادونو تر اوسه پورې دغه منشور او یا هم د منشور ضمیمه یي پروتوکول لاسلیک کړی دی او د یو هیواد له خوا د دغه منشور یا پروتوکول لاسلیک کول د یوه مهاجر له پاره څه معنې لري؟

هندریک کریمر: ۱۴۸ هیوادونو دغه منشور او یا پروتوکول لاسلیک کړی دی. ډیرې هیوادونو دغه (منشور او پروتوکول) دواړه قبول کړي دي. د اروپایې اتحادیې ټول غړي هیوادونه د جینیوا د مهاجرو منشور غړي دي او د مهاجرت په اړه د جینیوا منشور د اروپایې اتحادیې د غړو هیوادونو د پناهندگۍ قانون اساس تشکیلوي.

د اروپایې اتحادیې د اساسي قانون په ۱۸ ماده کې د پناه غوښتنې حق د جینیوا د منشور سره مطابقت لري. د جینیوا د مهاجرت منشور د اروپا د پناه غوښتنې د قانون مهم اساس تشکیلوي. د هغو هیوادونو له پاره چې دغه منشور او یا ضمیمه یې پروتوکول یې نه دی لاسلیک کړی دا معنی نه لري چې دوی هیڅ قانون ته ژمن نه دي او یا د مهاجرو په برخه کې هیڅ ډول مسئولیت نه لري.

د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو ادارې UNHCR د یوه رپوټ پر بنسټ د نړیوال عرفي قوانینو (نالیکل شوي حقونه) پر بنسټ هیوادونه اجازه نه لري چې یو مهاجر داسې هیواد ته بیرته ستون یا رد کړي چې هلته تر تعقیب لاندی وي.

سربیره پر دې د بشري حقونو نورې مقررې د هغو له جملې څخه نړیوال سیاسي او ټولنیز تړونونه او یا هم له شکنجې سره د مبارزې منشور چې د نړۍ هیوادونه د هغو په مراعتولو مکلف دي. په دې معنی چې دوی اجازه نه لري هغو هیوادونو ته چې په جدي توگه بشري حقونه په کښې تر پښو لاندی کیږي مهاجر بیرته واستوي.

د مهاجرت په اړه نور مطالب:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل