د جگړو په سيمو کي د خبريالانو د ساتني هڅي
۱۳۹۵ دی ۱۵, چهارشنبهوروستۍ پريکړه چې آلماني ژورناليست فولکر هندلويک، بايد تر ويشتل کيدو دمخه کړې وای دا وه چې آيا دی ودريږي او که وځغلي. ده په۲۰۰۱م کال کې د افغانستان په شمال کې له يوې ډلي نورو ژورناليستانو سره د شمالي ټلوالي جنګيالي بدرګه کول چې په همدې وخت کې د ماشيندارو بې شميره ډزو توره شپه رڼا کړه.
په دې وخت کې ډيرو عسکرو د طالبانو له کمين څخه د ځان ژغورني په موخه له تپې لاندي ټوپ کړل. هندلويک هم همدا کار وکړ، پر ځمکه ولغښت او له نظره ورک شو. د ده ملګرو ژورناليستانو دی تر هغه وروسته بيا هیڅکله ونه ليد.
د آلمان د «Stern» مجلې ليکلي دي چي د دغه ليکوال ترڅنګ د ۲۰۰۱م کال د نوامبر پر۱۱ نېټه د فرانسې د نړيوالې راډيويي شبکې يو خبریال او همدا راز د لوګزامبورګ د راډيو تلویزيون يو ژورنالست هم ووژل شول.
د جګړې پر وخت د دې ژورناليستانو مړينه د دې سبب شوه چې ډيري رسنۍ د جګړو له ډگره د رپوټ ورکولو پر وخت د خپلو کارکونکو د خونديتوب له پاره هڅي وکړي.
دمګړۍ ډيري رسنۍ داسې کارپوهان لري چې اصلي دنده یې د ژورناليستانو ساتنه او د دې يقيني کول دي چې خبريالان د جګړو له ډګرونو څخه د رپوټ ورکولو پر وخت د احتمالي خطرونو په مقابل کې مجهز او روزل شوي وي.
ميشايل کورمير، چې پخوا د يوې رسنۍ له پاره په بهر کې رپوټونه جوړول وايي چې اوس ځيني رسنۍ دا زمينه برابروي چې ژورناليستانو ته د ډزو پر وخت او له نورو خطرونو څخه د ځان ساتنې روزنه ورکړي.
کورمير چې اوس د راډيو کانادا د خبرونو او روانو چارو مسئول دی، وايي چې مسؤل مديران، خبريالان او امنيتي کارپوهانو په مسلسل ډول د کار د ساحې بالقوه خطرونو ارزوي. کورمير چې د نورو ترڅنګ یې د افغانستان د جګړې په اړه رپوټونه جوړ کړي، وايي: «مخکې موږ داسې وو لکه يو ماشوم چې په ځنګله کې وي.»
دی زياتوي چې د ۲۰۰۰م کال تر مخه ډيرو ژورناليستانو د خطرونو په هلکه ډېر پوهاوی نه لاره او د مرميو، ناروغيو او د موترو د ټکر څخه د ځان ساتنې له پاره په کافي اندازه مجهز نه ول: «زما په آند د افغانستان جګړې د جګړو د پوښښ لارو چارو ته بدلون ورکړ. مهمه خبره داده چې اوس د جګړو بڼه بدله شوې ده او موږ (خبریالانو) ته د دښمن په سترګه کتل کيږي.»
خبري رسنۍ او خبريالان هم بايد د جګړې له يوې داسې نوې بڼې سره ځانونه عيار کړي چې د جګړو لومړۍ کرښي پکښې هیڅ واضح نه وي او بايد وپوهيږي چې د کومې جګړې پوښښ چې کوي، څه ډول يوه جګړه ده او کومې وسلې پکښې کارول کيږي؟
خو د ځان ساتنې نوي روزنیز کورسونه په جګړه کې د هر خبريال د ژوند د ژغورولو له پاره بسنه نه کوي. د ژورناليستانو د ساتني کميټې د مطبوعاتي برخې مشره ايلانا برايزر، وايي چې په ۲۰۱۶م کال کې د وژل شويو ۴۸ خبريالانو څخه یې نيمايي د جګړو د پوښښ پر وخت وژل شوي دي. دا زياتوي چې همدا راز په ۲۰۱۶م کال کې د وژل شويو هرو لسو څخه یې نهه ځايي خبريالان ول چې د خطرونو په اړه پوهای ورکړل شوی نه وو.
نوموړې زياتوي چې ټولنه یې د هغو آزادو ژورناليستانو د مرستې هڅه کوي چې د جګړو له ډګرونو څخه رپوټ ورکوي او په مناسبه توګه مجهز نه وي.
د ژورنالستانو د ساتني کميټې د اجرائيوي مشر مرستیال روبیرت مهتوني وايي چې يو څه چې نوي دي هغه د ژورنالستانو يرغمل کول دي. ځکه يو ژورناليست ښايي د تبليغاتو له پاره ډير په درد وخوړل شي. داعش په ۲۰۱۳م کال کې۱۱ خبریالان تښتولي ول.
نور مطالب: